د کابل پولي تخنیک پوهنتون فوټبال ټیم د مرکزي زون پوهنتونونو فوټبال سالیو کې نیمه پایلوبي ته لار پیدا کړه.

د مرکز زون پوهنتونونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست په ملاتړ او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربتوب پیل شوې په کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون پایلوبي ته لار ومونده.
په دغو سیالیو کې کابل پولي تخنیک پوهنتون په خپله لومړۍ لوبه کې د کابل طبی علومو پوهنتون لوبډلې سره مخامخ شوه او ویې کولای شول چې دا لوبه ۲ د صفر په مقابل کې په خپله ګټه پای ته ورسوي.
همداراز، کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو سیالیو په دوام کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شوه، چې په پایله کې یې کابل پولي تخنیک وکولای شول سیال ټیم ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړي او د سیالیو پایلوبې پړاو ته لار ومومي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري د فوټبال د منتخبې لوبډلې دا بریا ، استادانو، کارمندانو او ټولو محصلینو ته د زړه له تله مبارکي وايي.