د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي کمېټې غونډه تر سره شوه

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۲:۱۲
PHOTO

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د کمیټې غړو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د اجنډا اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي حقاني د عوایدو د راټولولو، په لومړۍ، دوهمه او دریمه ربع کې د بودیجې لګښت او د پاتې بودیجې په اړه یې هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
دغه راز د تدارکاتو، او خدماتو امریت آمر ښاغلي مولوي عبدالرازق اواب د قراردادي پروژو د تدارکاتي پړاونو، د قراردادونو او ساختماني چارو په اړه د تدارکاتو، او خدماتو د چارو آمریت راپور وړاندې کړ.
د غونډې په دوام کې د یادې کمېټې د کاري پلان د ښه تطبیق، د بودیجې په ښه توګه د مصرف، او بودیجې ته په کتو د لومړیتوبونو په پام کې نیولو او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث تر سره او د نورو اجراأتو لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د《کفر او کفري نظامونو پیژندلو》 تر عنوان لاندې سیمینار تر سره شو.

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

دغه سیمینار چې د کفر او کفرې نظامونو د پیژندلو تر عنوان لاندې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې دایر شوی و، پکې د پوهنتون کارمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۳:۳۰
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړي د کابل پولی تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولی صالحي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام په اړه دوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو.

دا سیمینار د محصلینو د مهارتونو د لوړولو په موخه د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د کارونې په اړه جوړ شوی و، چې پکې د دې پوهنتون ګڼ شمېر محصلینو. . .

BACK TO NEWS