د صنعتي او مدني ودانیو څانګه ( CIC)

د صنعتي او مدني ساختمانونو څانګه په ۱۳۴۷ کال لمریز کال د مهندسۍ او ساختماني عناصرو په نامه جوړه شوه، چې وروسته بیا په ۱۳۵۶ کال کې د صنعتي او مدني ودانیو په نامه و نومول شوه.  دغه دیپارتمنت له پیل څخه تر اوسه پورې د انجنیرۍ د تکړه کادرونو په روزنې، د سالمې درسي - میتودیکي تکلارې او علمي-تحقیقاتي کارونو په برخه کې ډېرې لاس ته راوړنې لرلي دي او له هیڅ ډول هڅو او هاند څخه یې ډډه نه ده کړې.  

د دغې څانګې د لومړنۍ دورې فارغان په ۱۳۵۱ لمریز کال کې ۱۷ تنه ول چې د ودانولو تکړه انجنیران یې ټولنې ته تقدیم کړل.

د ۱۳۵۸ کال را پدیخوا دغې څانګې د ماسټرۍ په کچه د انجنیرانو په روزنه پیل کړی ده او په ۱۳۶۳ کال کې د ماسټرۍ په کچه د ساختمانۍ تکړه انجنیران یې ټولنې ته وړاندې کړل.

د جوړېدو له وخته تر اوسه پورې دغې څانګې (۱۷۶۲) تنه انجنیران د لېسانس او ماسټر په سویه ټولنې ته وړاندې کړې دي، چې له هغې جملې څخه (۱۹۸) تنه یي ښځینه او (۱۵۶۴) تنه یې نارینه دي. اوس مهال د صنعتي او مدني ساختمانونو په څانګې کې (۲۱۹) تنه زده کړیالان چې (۲۱۶) تنه نارینه او (۳) تنه ښځینه دي په زده کړه بوخت دي، چې د ۹ تنه استادانو لخوا د پوهیالي څخه نیولي تر پوهانده د ډاکټر او ماسټر په علمي کچه  په دغې څانګې کې تدریس ورکول کیږي. د صنعتي او مدني ودانیو په دیپارتمنت کې تدریس د معاصرو او د ممکنه اغیزمنه تکلارو څخه په استفادې سره د لکچر، عملي درسونو، لابراتواري کارونو،  د استادانو او زده کړیالانو علمي سیمینارونو او کنفرانسونو، د صنفي کارونو ترسره کول،  صنفي پروژو او علمي او تولیدي تطبیقاتو،  د انجنیرۍ سافت ویرونو او انټرنت، د نورو پوهنتونو د انجنیرۍ د پوهنځیؤ د استادانو سره د علمي او اکاډمیکي اړیکو او همکاریو ټینګول، په هېواد کې د ساختماني او تولیدي مؤسساتو سره د موادو اود ساختمان د نوېیو سیسټمونو د کارونې او استفادې په برخه کې د تجربو د راکړې ورکړې له لارې په مخ بیول کیږي. د صنعتي او مدني ودانیو دیپارتمنت په هېواد کې د وروستیو بدلونونو څخه مخکې د ساختماني موادو د ازمایښت او تست په لابراتوار مجهز وه چې په هغه کې د زده کړیالانو او استادانود لابراتواري اوڅیړنیزو کارونو د ترسره کولو برسیره، د ساختماني موادو او د ساختماني موادو د تولیدي مؤسساتو ازمایښتونه ترسره کیدل،  چې په ډېرې خواشینۍ سره د کورنیو ویجاړونکو جګړو او بهرنیو لاسوهنو له امله په بشپړه توګه له منځه لاړ.  له نېکمرغه په دې وروستیو کې د صنعتي او مدني ودانیو دیپارتمنت په دې وتوانیده چې د نړیوال بانک په مرستې سره د ساختماني موادو او عناصرو لابراتوار دوهم ځلي تجهیز او سمبال کړ. چې اوس مهال استا‌‌ذان د زده کړیالانو لپاره د ساختماني موادو د مضمون په برخه کې لابراتواري آزمایښتونه ترسره کوي. د صنعتي او مدني ودانیو دیپارتمنت یوه له هیلو څخه داده چې د هیواد ځوان نسل د وړتیا او لیاقت په اساس او په نه ستړې کیدونکي ډول د انجنیرۍ علومو د زده کړې په برخه کی د یو واحد چت لاندې فعالیت وکړي. ټولو ته معلومه ده چې د دغې څانګې فارغان د خپل فراغت سره همحاله د دولتي او غیردولتي ساختماني مؤسساتو په چوکاټ کې په کافي معاشونو سره جذب کیږي او ټولنې ته مصدر د خدمت ګرځي. دغه انجنیران د ډیزاین او محاسبې، څارنې او کنټرول، مدیریت او د تعمیراتو د جوړولو په برخه کې دندې ترسره کوي ، چې د خپل جنګ ځپلې هیواد د بیارغونې او بیا جوړونې په برخه کې خپله ونډه او مسؤلیت ترسره کوي

په دغې څانګې کې تحصیل دوره د جنګونو تر پیل څخه مخکې ۵ کاله وه او د دغې رشتې فارغانو ته د ماسټرۍ ډیپلوم ورکول کیده. خو اوس مهال په دغې څانګې کې تحصیلي دوره ۹ سمسټره او یا څلورنیم کاله ده چې د لوړوزده کړو وزارت د پراختیایي پلان په اساس د کریډت په سیسټم عیار او تطبیق کیږي. دغې څانګې په ۱۳۸۸ کال کې د کریډت سیسټم د لومړنۍ دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړل. د دغې څانګې زده کړیالان د ۸ سیمسټرونو په موده کې نظري او عملي درسونه لولي او د اتم سمسټر په پای کې د موادو د ټولونې او د ډیپلوم د پروژې د اجرا لپاره اماده ګي نیسي. د اړینو موادو په اساس، د پروژې راجمع شوي مواد  د نهم سمسټر په جریان کې اجرا او بشپړیږي او وروسته بیا د ځانګړې کمیسیون په مخ کې چې د دغې څانګې د استادانو، اړونده څانګو د استادانو او همدا شان د ساختماني مؤسساتو څخه جوړ دی، د هغه څخه دفاع کوي او د بریا په صورت کې خپل سند د لېسانس په کچه تر لاسه کوي

په ۱۳۹۱ کال کې د صنعتي او مدني ودانیو دیپارتمنت تر څنګ د همدې څانګې د استادانو په مرستې او همکارۍ یوه نوې څانګه د ودانیو د جوړولو د ادارې په نامه جوړه شوه چې په ۱۳۹۳ کال کې د کانکور له لارې د زده کړیالانو لومړنۍ ډله دغې څانګې ته جذب شوه.

د صنعتي او مدني ودانیو د ديپارتمنت تدریس د زده کړیالانو د لومړنۍ دورې لپاره د ماسټرۍ پروګرام د ساختماني انجنیرۍ یا (MSCE) په څانګه کې د ۱۳۹۰ لمریز کال په پسرلي کې پیل چې په ۱۳۹۳ کال کې زده کړیالانو خپل د ماسټرۍ تیزس څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه. چې اوس مهال دغه پروګرام د لوړو زده کړو وزارت د تائید شوي پروګرام مطابق په بریالیتوب سره په مخ ځي .

https://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/sarwary_2.PNG پوهندوی دیپلوم انجنیرمحمد اسمعیل سروری

 د ساختمانی پوهنځۍ د صنعتی او مدنی ساختمانونو د دیپارتمنت  استاد؛

 زده کړې:

  •  دکابل پولی تخنیک پوهنتون د ساختمانی انجینیرئ د صنعتی او مدنی ساختمانونو ‏ ماستر ، 1995

علمی آثار:

  • په کابل کی د پنځه پوړیز تجارتی ساختمان طرح او ډیزاین، (د ماسترئ تیزس)؛
  • دفلزی عناصرو د لومړی جلد کتاب
  • د کابل ښار په پلونو باندی دلاریو د اضافه بارئ د تأثیراتو مطالعه، علمی او تحقیقی مقاله
  • دلوړ مقاومت لرونکو بستونو څخه په استفاده د له وړاندی متشنج شویو ګاډرونو اقتصادی مؤثریت، علمی او تحقیقی مقاله
  • د زلزلې مقاومو کانکریتی ساختمانونو د شکل مننی یا نرمښت څیړنه، علمی او تحقیقی مقاله
  • د پلچرخی او قورق دغره له تیږو د تولیدکیدونکی جغل دمقاومت څیړنه د سولیدنی په مقابل کی، علمی او تحقیقی مقاله
  • Current Practice of Earthquake Engineering in Construction Industry in Afghanistan and Recommendations، علمی او تحقیقی مقاله
  • دکانکریتی ودانیود د کتاب ترجمه
  • د ودانیو مقاومت د زلزلی په مقابل کی، درسی چپتر

د څیړنې ساحهد صنعتی او مدنی ساختمانونو انجینیری او دی ته نیږدی رشتی اړیکه ym_ismail@kpu.edu.af

https://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/asadullah%20atal_1.PNG پوهنمل دیپلوم انجنیر اسدالله اتل, د ودانولو پوهنځی د صنعتی او مدنی ودانیو د دیزاین او اعمار څانګه

زده کړې:

  •  ماستري د اوهایو پوهنتون د رس کالج د سیول انجنیری  له څانګې څخه، 2010
  •  لیسانس د کابل پولی تخنیک پوهنتون د  ساختمانی پوهنځی د صنعتی او مدنی ودانیو له څانګې څخه، 2004

علمی آثار:

  • د افغانستان په حالاتو برابر د اچول شوی کانکریت او محاسبه شوی نهایی مقاومت تر منځ د رابطی ارزونه ، (تحقیقی رساله)؛
  • د ساختمانی پروژ د اعمار له وجه محیطی ستونزی ، (مقاله)؛
  • د ترکیبی (فابریکه ای-متشنج اوپه ساحه که اچول شوی)اسپنیز کانکریت ساختمانی او اقتصادی موثریت، (مقاله)؛
  • د دولتی او عام المنفعه تاسیساتو د ساتنی- مراقبت او تداوم ستراتیژی، (مقاله)؛
  • د مصنوعی اعصابو د مودول پر مرسته د لویو لارو د پروژو زمانی او مالی وړاندوینه، (د ماستری تیزس)؛
  • د افغانستان په حالاتو که د زاړه او تازه کانکریت د پیوند نښلولو د مناسب رویښ تعیینول، (مقاله)؛
  • د افغانستان په شرایطو که د زلزله په وجه تخریب شویو ساختمانونو ارزونه او د تقوی د مناسب رویښ تعینول، (مقاله)؛
  • د پورتلند او جیوپولیمیر سمنتو تخنیکی مقایسه ، (مقاله)؛
  • د کابل په شرایطو که د خښتو د معموری لپاره مناسب رطوبتی حالت ، (مقاله)؛
  • د بګرام طبیعی ریګ او د کابل د ارغندی د تولید شوی ریګ څخه ترکیب شوی مصالح د مقاومت مقایسه، (مقاله)؛
  • د خپله متراکم کیدونکی کانکریت اقتصادی او تخنیکی موثریت د افغانستان په حالاتو که، (مقاله)؛
  • د غیر متناظر سیخ بندی شویو اسپنیز کانکریټی پایو موثریت ، (مقاله)؛
  • د دنګو تجارتی او هستوګنیزو ودانیو د خارجی نما نوی روښونه، (مقاله)؛
  • د انجنیری اقتصاد اساسات (درسی ممد)
  • د ساختمانی پروژو د اداری آساسات اول و دوهم جلد (درسی ممدونه)

د څیړنې ساحهد تعمیراتو ودانیزه څانګه، د ساختمانی توکو لابراتوار او د ساخمانی دیزاینونو څانګه.

اړیکهa.attal@kpu.edu.af +93702111205

 https://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/sekandar%20zadran_1.PNG پوهنیار دیپلوم انجنیر سکندر ځدراڼ, د ودانولو (ساختماني) پوهنځی د صنعتي او مدني  ودانیو څانګې استاد

 زدهکړې:

  •  ماستري د امریکې د اندیانا ایالت د Purdue پوهنتون د سترکچر له څانګې څخه ، 2018
  •  لیسانس د کابل پولی تخنیک پوهنتون د صنعتي او مدني ودانیو له څانګې څخه، 2009

علمی آثار:

  • په افغانستان کې د زلزلې پر وړاندې د کانکریټي چوکاتونو د تخریب او خرابیدلو ارزونه (تیزس)

اړیکهs.zadran@kpu.edu.af

https://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/sefatullah%20bahij_2.PNG پوهنیار دیپلوم انجنیر صفت الله بهیج, ساختمانی پوهنځی ، صنعتی او مدنی ودانیو څانګی استاد

 زده کړې:

  •  ماستری: سعودی عربستان ، ملک فهد پوهنتون د سیول انجنیری څانګه ، 2017
  •  لیسانس: کابل پولی تخنیک پوهنتون د صنعتی او مدنی ودانیو څانګه ، 2012

علمی آثار:

  • د عددی محاسباتو پر مټ د لوړ مقاومت لرونکو کانکریټو څخه د جوړشویو ګاډرونو د شیر خواصو (Shear Behavior) څیړنه (د جرمنی هیواد په بین المللی مجله کی خپره شوی مقاله)
  • د لوړ مقاومت لرونکو کانکریټو ګاډرونه چه د عالی مقاومت لرونکو سیخانو پواسطه تقویه شوی وی د شیر خواصو (Shear Behavior) لابراتواری څیړنه (د امریکا د متحده ایالاتو په بین المللی مجله ACI كي خپره شوه مقاله)
  • د شګو طبقه بندی ، د علاوه ګیو او ډکوونکو موادو د تأثیر ارزونه پر خپله متراکم شوو کانکریټو (مقاله)
  • د کانکریټو د کیفیت د تاثیر اروزنه د سیخانو په زنګ وهنه ، (مقاله)
  • د لوړ مقاومت لرونکو کانکریټو د ګاډرونو د شیر خواصو (Shear Behavior) څیړنه ، (تیزس ماستری)؛
  • عددی او احصاییوی شیوی د انجنیری مسایلو د حل لپاره ، (چپتر)

د څیړنې ساحهعادی کانکریټ ، د لوړ مقاومت لرونکی کانکریټ ، خپله متراکم شوی کانکریټ ، د ساختمان څیړنه ، عالی او پیشرفته ساختمانی مواد

اړیکهsifatullah.bahij@kpu.edu.af+93788616200

https://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/mujibulrahman%20mashal_1.PNG پوهنیار مجیب الرحمن مشعل, د ساختمانی پوهنځۍ د صنعتی او مدنی ساختمانونو د دیپارتمنت  استاد

 زده کړې:

  •  ماستري په بفالوکی د نیویارک له ایالتی پوهنتون څخه د ساختمانی انجینیرئ په څانګه کی ، 2016
  •  لیسانس د کابل له مرکزی پوهنتون څخه د ساختمانی انجینیرئ په څانګه کی، 2010

علمی آثار:

  • دافغانستان په ساختمانی صنعت کی د زلزلی د انجینرئ د کارونی اوسنئ څرنګوالئ او سپارښتنی، (مقاله)؛
  • له فولادو څخه د ساختمانی موادو په حیث استفاده د افغانستان په ساختمانی صنعت کی (مقاله)؛
  • د لرګینو ساختمانو د ډیزاین ددرسی کتاب ترجمه،
  • دفولادی ساختمانو د ډیزاین د درسی کتاب ترجمه،
  • د I – ډوله فولادی پایو د ضعیف محور مقاومت د انفجار په مقابل کی (د ماستری د امتحان موضوع)

د څیړنې ساحه: دزلزلې انجینیری.

اړیکه: mojeebur@buffalo.edu 93774130935+