په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو توضیح او د کارمندانو د ظرفیت لوړولو اونیزه غونډه ترسره شوه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۲:۲۵
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو توضیح او د کارمندانو د ظرفیت لوړولو اونیزه غونډه ترسره شوه

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یاده غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون  اداري کارمندان، استادان، او خدماتي کارکوونکې پکې ګدون کوي هره اونۍ د شنبې په ورځ د سهار له نهه بیا تر 10:00بجو پوري دوام کوي .

نن ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري منابعو آمر قاضي محمد انس مجاهد له ګدونوالو سره د اسلام له نظره د دیموکراسۍ په مفهوم خبرې وکړې.

ورپسې د غونډې ګدونوالو د یادې موضوع په اړه په نوبت سره خپل نظریات شریک کړل.

غونده د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu