کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري پلاوي، استادانو او محصلینو ګډون کړی و. په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب نویو شاملو شویو محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ا.ا پالېسیو، د پوهنتون اصولو او چاپېریال په اړه خبرې او د راتلونکي تحصیلي سفر په اړه مهمې توصیې وکړې. محترم شیخ صاحب محصلینو ته وویل چې تاسو ځوانان یاست، انرژي او صحت لرئ، په دې مرحله کې هر کار کولی شئ او ترې ویې غوښتل چې خپل وخت سم مدیریت کړي، د ځان لپاره صالح ملګري غوره کړي او د خپلو استادانو احترام وساتي. همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب محصلانو ته وویل چې د خپلو مسلکي زده کړو تر څنګ باید د اړتیا مطابق اسلامي زده کړې هم ترلاسه کړي، خپل ایمان او عقیده وساتي، صالح اعمال ترسره کړي او په ځانونو کې د نبوي اخلاق راولي. محترم شیخ صاحب له محصلانو وغوښتل چې په خپلو زده کړو کې کوښښ وکړي، د دښمنانو په دسیسو او منفي تبلیغاتو تېر نوځي او ورته ویې ویل چې په خپل اسلامي نظام باور وکړي او د یوه شخص د تختۍ په خاطر په خپل نظام بې باوره نه شي. همدا راز محترم شیخ صاحب د جمهوريت او اسلامي نظام په توپير خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام د امیر ټاکنه د اهل الحل والعقد له لارې کېږي، د قوانینو سرچینه یې قران کریم او نبوي احادیث دي او څوک یې د مخالفت حق نه لري، بلکې د امیر امر منل واجب دي. هغه وویل چې د جمهور رئيس ټاکنه د اکثریت رایو پر اساس کېږي، قوانین یې د اشخاصو له لوري د خپل ذوق مطابق جوړیږي او له شریعت سره په ټکر کې وي، چې له دې ډول نظام سره مخالفت پکار دی. دغه راز د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور په اسلامي ټولنه کې د امیر د شتون او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له اوامرو وروسته د امیر امر منل هم واجب دي. همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق د دې غونډې د جوړېدو موخه د استادانو، محصلانو او د پوهنتون د منسوبینو ترمنځ د مسؤولیت احساس پیاوړتیا وبلله او ویې ویل چې د ا.ا رهبرۍ، د لوړو زدهکړو وزارت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون تل هڅه کړې چې د محصلانو د زدهکړې او علمي ودې لپاره مناسب شرایط او امکانات برابر کړي. نوموړي د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د استادانو د علمي، څېړنیزو او نوښتګرو فعالیتونو د ملاتړ په اشارې سره، د دغو برخو رول د هېواد د علمي او تخصصي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مهم وباله. نوموړي نوي شامل شوي محصلان د زدهکړې، پوهنتون، کورنۍ، ټولنې او هېواد پر وړاندې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل او ټینګار یې وکړ چې د زدهکړې فرصت له دې سره سره چې یو ارزښتناک امتیاز دی، ستر مسؤولیت هم له ځان سره لري. نوموړي د طب او انجنیري څانګې له مهمو او حیاتي څانګو څخه وبللې او له محصلانو یې وغوښتل چې د لوړ همت، منظم پلان، د اصولو او مقرراتو د رعایت او ټولنیزو مسؤولیتونو ته د پاملرنې له لارې له تحصیلي فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د علم او تخصص په ترلاسه کولو سره ځانونه د خلکو او ملک خدمت ته چمتو کړي. همدارنګه د غونډې په جریان کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو مرستیال انجنیر مفتاحالدین عزام، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس دکتور رفیعالله عطا هم د غونډې په اړه خپل مهم نظررونه وړاندې کړل. د یادونې وړ ده، چې غونډه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د ازموینې ممتازو محصلانو ته د تحایفو او جایزو په وېشلو سره پای ته ورسېده.
