د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژي مجلې د ۵۲م جلد څلورمه ګڼه په انلاین بڼه خپره شوه.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۲۲
د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژي مجلې د  ۵۲م جلد څلورمه ګڼه په انلاین بڼه خپره شوه.

د علم او تکنالوژۍ مجلې آمریت چې د کابل پولي تخنیک  پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي، په درنښت سره ټولو استادانو، څېړونکو، محصلانو او د علم او تکنالوژۍ مینه‌ والو ته خبر ورکوي چې د علم او تکنالوژۍ مجلې د ۵۲م جلد څلورمه ګڼه ترتیب او د انټرنیټ پر لیکه خپره شوه.

یاده ګڼه اوس آنلاین بڼه کې ترلاسه کېدای شي او د ټولو علاقمندانو لپاره د لاسرسي وړ ده.

په دې ګڼه کې علمي ـ څېړنېزې او تطبیقي څېړنې شاملې دي، چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د استادانو، څېړونکو، ماستري دورې محصلانو او همداراز د هېواد د نورو علمي پوهنتونونو د څېړونکو له‌ خوا لیکل شوې دي.

د مقالو موضوعات د علمي او تخنیکي برخو په مختلفو ساحو کې لیکل شوي، چې کولای شي د راتلونکو علمي څېړنو لپاره یو مهم مآخذ وګرځي.

علاقه‌ مندان کولای شي د لاندې لینک له لارې د دې مجلې ډیجیټل نسخه تر لاسه کړي:

https://tinyurl.com/1403V52issues4

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دې مجلې په خپرولو سره د څېړنیز فرهنګ د پیاوړتیا، تخصصي پوهې د خپرولو او په هېواد کې د علمي سرچینو د پراختیا په لور مهم او ثابت ګامونه اخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu