د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۵۱
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

ياده اداري ناسته د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد ياسين حقاني په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د بېلابېلو اداري څانګو آمرينو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې مولوي محمد ياسين حقاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست وينا ترڅنګ، د اداري نظم، ورځنيو چارو د چټکتيا، د آمرينو او کارمندانو  ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ پر ارزښت ټينګار وکړ. نوموړي له آمرينو وغوښتل چې د اداري خدمتونو د کيفيت د لوړوالي لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

وروسته د تېرې اداري ناستې د اجراآتو راپور وارزول شو او د رهبرۍ شورا او علمي شورا د پرېکړو د تطبيق، د ځواب‌ غوښتونکو مکتوبونو د اجراآتو، اجناسو د ثبت او مديريت، او يو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د ناستې په وروستۍ برخه کې آمرينو خپل وړانديزونه او نظريات د اداري چارو د ښه ‌والي په موخه څرګند کړل.  چې يادو وړانديزونو ته د مولوي محمد ياسين حقاني له لوري غوږ ونيول شو او اړينې مشورې او لارښوونې یې ورسره شریکې کړي.

ناسته د دعايې په ویلو پای ته ورسېده.

User account menu