د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لابراتورونو آمریت د اتو پوهنځیو د لابرانټ او تخنیکي کارکوونکو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۳:۱
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لابراتورونو آمریت  د اتو پوهنځیو د لابرانټ او تخنیکي کارکوونکو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لابراتوارونو آمریت د لابرانټ او تخنیکي کارکوونکو  سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه، چې هدف یې د عملي او تخنیکي کار په برخه کې د پوهنتون د لابراتوارونو کیفیت لوړول او د لابرانټانو او تخنیکي کارکوونکو د کاري ظرفیت ښه کول وو.   

په پیل کې د لابراتورونو  آمریت آمرانجنیر ذبیح الله اسماعیل خیل حاضرینو  ته هرکلی وکړ او په مختلفو موضوعاتو يې په تفصیل سره خبرې وکړي.

هغه د لابرانټ او تخنیکي کارکوونکو د روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ او هغو لابرانټانو ته یې چې په لابراتواري وسایلو باندې ۱۰۰٪ حاکمیت لري، وړاندیز وکړ چې نوي استخدام شوي لابرانټانو او تخنیکي کارکوونکو ته روزنه ورکړي.

انجنیر اسماعیل خیل د ټولو لابرانټانو او تخنیکي کارکوونکو څخه وغوښتل چې د تعلیمي او تخنیکي کیفیت د لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په پلي کولو کې جدي پاتې شي.

په دې غونډه کې تر ټولو مهم موضوعات د لابرانټانو او تخنیکي کارکوونکو لپاره د روزنې پروګرامونه، د لابراتواري تجهیزاتو فعالول، او د لابرانټانو او تخنیکي کارکوونکو ستونزو ته رسیدګي و.

 همدا راز د ۱۴۰۳ کال د خزاني سیمیستر لابراتواري ازموینو راپورونه د تخنیکي معاونت د تخنیکي کارکوونکي انجنیر سمیع الله رسولی لخوا وړاندې شول.

غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu