د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د ودانیو جوړولو مدیریت څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۳:۵۲
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د ودانیو جوړولو مدیریت څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

دفاع غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، د سکتوري ادارو استازو، محصلینو او مېلمنو ګډون درلود.

د لیسانس په کچه د دیپلوم پروژو دفاع د محصلینو په تعلیمي ډګر کې یو مهم ګام دی، تر څو د لیسانس دورې علمي او عملي وړتیاوې په یو مسلکي چوکاټ کې وښیي او سند تر لاسه کړي.

له همدې امله، د طرزالعمل او اصولو سره سم، د کابل  پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د ودانیو جوړولو مدیریت څانګې محصلینو خپلې پروژې په بریالیتوب سره دفاع کړې.

د محصلینو له خوا د پروژو وړاندې کولو څخه وروسته د ژورې هیئت او استادانو له خوا یادې پروژې و ارزول شوې او بریالي محصلین د لیسانس په لقب فارغ التحصیل ونومول شول.

د یادونې وړ ده چې د یادي څانګې څخه 35 تنه محصلین بریالي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu