د ولایتي پوهنتونونو د محصلینو لپاره په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې دیني او اصلاحي درسونه پیل شول

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۱:۴۶
photo

د یادو درسونو د پیل مراسم د قرآنکریم د‌مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
د ولایتونو د دولتي پوهنتونونو د محصلینو لپاره دیني او اصلاحي درسونه چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا په لاره اچول شوي، نن په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې پیل شول.
لومړی د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت ټولو محصلینو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د ګډونوالو له ګډون څخه مننه او قدرداني وکړ.
ښاغلي وحدت د خپلو خبرو په دوام کې محصلینو ته د قرآن کریم د نزول سلسلې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې ښاغلي شیخ خلیفه محب الله د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د یهودانو، حضرت عیسی علیه السلام، موسی علیه السلام او الهي دینونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دوام کې ښاغلي شیخ شفیع الحق محصلینو ته د اسلامي اخلاقو او آداب په باره کې ارزښتناکه وینا وکړه.
د یادونې وړ ده چې دغه درسونه به ۱۵ ورځې دوام کوي، چې د تدریس چارې به یې د جیدو عالمانو او شیخو لخوا پر مخ وړل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو درسونو کوربتوب به د کابل پولي تخنیک پوهنتون کوي او محصلینو ته به هر اړخیز خدمتونه لکه: د لیلیې، خوراک، پوښاک او نورو برخو کې وړاندې کوي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu