په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو سره د اوبو نړیوال کنفرانس په اړه مشورتي غونده تر سره شوه

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۲
عکس

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او علمي مرستیالانو او میلمنو د ښه راغلاست وینا تر څنګ په کابل پولي تخنیک کې د اوبو نړیوال کنفرانس د جوړیدو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي اقبال د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه: دا کنفرانس په نړیواله کچه خورا مهم دی او د ټولو هغو علمي پوهانو او کادرونو ګډون چې په دې برخه کې د څېړنو او فعالیت په برخه کې کار کوي، د اوبو د ستونزو او ننګونو د حل لپاره اړین او حیاتي دی.
نوموړي د ياد شوي کنفرانس د برياليتوب لپاره په دې برخه کې د کارپوهانو شتون او د مقالو وړاندې کول ضروري وګڼل، نوموړي وویل چې دا ناسته یوه مشورتي ناسته ده، تر څو د یاد کنفرانس د کامیابي په اړه لازم نظرونه او مشورې شریکې شي.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجینرۍ پوهنځي رئیس ښاغلي محمد حامد عمر د غونډې ګډونوالو ته خپل هغه پریزنټیشن چې د یاد کنفرانس د جزیاتو او موخو په اړه یې چمتو کړی و، په تفصیل سره بیان کړ.
په پاى کې د ياد شوي کنفرانس په اړه راغلو ګډونوالو خپل نظرونه او وړانديزونه په نوبتي شکل څرګند کړل، ترڅو د ياد کنفرانس د لا ښه والي په موخه لازم تصميمونه ونيول شي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image

BACK TO NEWS

User account menu