په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د نیت او اهمیت یې تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۹:۱۵
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د نیت او اهمیت یې  تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

سیمینار د قران کریم  د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو. 

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو د خدمتونواو همغږۍ آمر سید عین الله هاشمي ټولو ته ښه راغلاست وویل  او د دې سیمینار اهداف او محتوا په اړه پراخه معلومات وړاندې کړل.

ورپسي د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد  پوهنوال محب الله میداني، خپل پرزینټیشن وړاندې کړ چې په هغې کې یې د نیت او اهمیت په اړه په  تفصیل خبري وکړي. 

نوموړي نیت نه یوازې په علمي بریاوو کې بلکه د ژوند په ټولو برخو کې مهم رول لري او تل باید  د پاک او صحیح نیت سره خپلو اهدافو ته رسیدل وشي. 

ښاغلي میداني په پای کې محصلینو  ته په خپل شخصي او تحصیلي ژوند کې د نیت اهمیت یادونه وکړه او وویل چې باید خپل اهداف د پاک او اخلاص نیت سره تعقیب کړو تر څو د  نیت ګټې ترلاسه کړو. 

د یادونې وړ ده  چې دا سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون  د محصلانو  چارو معاونیت او د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت په همکاری جوړ شوی وه. 

سیمینار د محصلانو د پوښتنو د  ځوابونو او د دعا په تلاوت سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د فکري او جسمي اعداد په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فکري او جسمي اعداد، روحي پیاوړتیا، د ورزشي استعدادونو د ودې او د محصلانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د زمینې د برابرولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه‌لیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

BACK TO NEWS

User account menu