په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب لوستلو رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۹:۵۹
په کابل پولي تخنیک  پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب لوستلو رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

د آزموینې د پیل مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

لومړی د کابل پولي تخنیک  پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي تولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.

ښاغلي دغه ازموینه د محصلینو د علمي کچې د لوړولو لپاره ډیره ګټوره او ارزښتناکه وبلله.

نوموړي دیني او اسلامي زده کړه د ټولنې د هر غړي لپاره اړین وبلله او له ټولو محصلینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپله ایماني او وجداني وجیبه ترسره کړي او زیاته یې کړه، چې ازموینه به په پوره نظم او شفاف ډول ترسره کیږي.

دغه راز د کابل پولي تخنیک  پوهنتون رهبري، استادانو، آمرینو او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست  مسوولینو د دغې ازموینې له بهیر څخه څارنه او کتنه کوله او ازموینه په بشپړ شفاف ډول پای ته ورسېده. د يادونې وړ ده، چې د ازموينې د پايلو له اعلان وروسته کامیابو کسانو ته بېلابېلې جايزې په نظر کې نیول شوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu