په کابل پولي تخنیک پوهنتون د نویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه 21/8/1444

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۹:۴۲
په کابل پولي تخنیک پوهنتون د نویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه 21/8/1444

 

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي  دوکتور لطف الله خیرخواه، ښاغلي مفتی شیخ عبدالسلام اشرفي د اقتصاد وزارت د کورنیو او بهرنیو انجیوگانو عمومي رئیس ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه هئیت، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، آمرینو او محصلینو ګدون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د پوهنتون راغلو میلمنو او نویو محصلینو ته ښه راغلاست وویل.
نوموړي د پوهنتون د لنډې پېژندنې، د پوهنتون د اهدافو، فوق لیسانس پروګرامونو، تدریسي او اداري اسانتیاوې او ظرفیتونه په اړه هر اړخیزې خبري وکړي  او تولو ته یې د لا بریالیتوب هیله وکړه.
 ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه نویو زده کړیالانو ته د ښه لاغلاست ترڅنګ د علم او پوهې په ارزښت مفصلې خبرې وکړې.
 ښاغلي خیرخواه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې، علم ته د مادیاتو پیداکولو په سترګه نه، بلکې د یوه ستر معنوي ارزښت په سترګه وګورئ او محصلینو ته یې وویل چې، تاسو د کومې موخې لپاره راغلي یاست باید په راتلونکو څلورو کلونو کې یې ترلاسه کړئ.
همدارنګه د اقتصاد وزارت د کورنیو او بهرنیو انجوګانو عمومي رئیس ښاغلي  شیخ مفتي عبدالسلام اشرفي د خپلو عالمانه خبرو په ترڅ کې نوي کامیاب شوي زده کړیالان د علم او پوهې زده کړې ته وهڅول او غوښته یې و کړه چې په پوره صداقت او میړانه خپل اسلام او هیواد ته کار وکړي
په پای کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د زده کړیالانو  د خدماتو آمرښاغلي سید عین الله هاشمي او د تدارکاتو آمر ښاغلي مولوي امداد الله  منصور لنډې خبرې وکړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پاي ته ورسیده.
محفل خوش آمدید گوئی برای محصلان جدیدالشمول پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید 21/8/1444

 

محفل خوش آمدید گوئی برای محصلان جدیدالشمول پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید 21/8/1444

 

محفل خوش آمدید گوئی برای محصلان جدیدالشمول پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید 21/8/1444در اخیر محترم سید عین الله هاشمی آمر انسنجام امور محصلان و محترم مولوی امداد الله منصور آمرتهیه،تدارکات و خدمات این پوهنتون مختصراً صحبت نمودند و محفل با قرائت دعایه خاتمه یافت.

 

محفل خوش آمدید گوئی برای محصلان جدیدالشمول پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید 21/8/1444

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu