د کور جوړونې د اصولو او بنسټونو په اړه درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۸:۳۹
د کور جوړونې د اصولو او بنسټونو په اړه درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

د کور جوړونې د اصولو او بنسټونو په اړه درسي کتاب چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د ښار جوړونې  څانګي استاد، ښاغلي داود شاه فاروق  لخوا لیکل شوی، د ښار جوړونې  په برخه کې یو ارزښتناک تحصیلي سرچینه دی، دغه کتاب په 9 فصلونو او ۳۴۰ مخونو کې ترتیب شوی دی.

دا کتاب په علمي او تخنیکي توګه په لوړ کیفیت سره، د محصلینو د علمي کچې د لوړولو په موخه، د یاد پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت (نشراتو) په مطبعه کې چاپ شوی دی.

یاد کتاب په ۱۰۰ جلدونو کې چاپ شوی او د محصلینو او نورو علاقه ‌مندانو د استفادې لپاره د تهیه او تدارکاتو آمریت ته سپارل شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu