د کانونو او پټرولیم وزارت د متخصصینو او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو ترمنځ د همکاریو په موخه غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۷
د کانونو او پټرولیم وزارت د متخصصینو او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو ترمنځ د همکاریو په موخه غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق د کانونو او پټرولیم وزارت متخصصینو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د دې پوهنتون علمي او تخنیکي رول د هېواد د بنسټیزو سکتورونو په پرمختګ کې مهم وباله.

ښاغلي فاروق وویل: دا ډول ناستې د علمي بنسټونو او د سکتوري ادارو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره ارزښتناکې او مؤثرې دي.

وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت یو تن متخصص د غونډې اصلي هدف د پوهنتون له استادانو سره د پالیسۍ د ترتیب په برخه کې د همکاریو غوښتنه یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه چ ياد وزارت غواړي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو له علمي تجربو څخه په ګټې اخیستنې، یوه دقیقه، علمي او عملي ستراتیژي د هېواد د طبیعي زیرمو د مدیریت لپاره جوړه کړي.

د کانونو او پطرولیم وزارت لخوا د پالیسۍ د ترتیب لپاره مهم ټکي د افغانستان صنعتي کول د کانونو له لارې، د کانونو لومړیتوب بندي، د اکتشاف، استخراج او پروسس لپاره میکانیزم او مرحلې ټاکل، د خلکو لپاره د کار زمینې برابرول، د ملي عوایدو لوړول او د دولت بودیجې تمویل دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو لاندې مهم وړاندیزونه وړاندې کړل:

• د هېواد د کانونو علمي پیژندنه او لومړیتوب بندي.

• د کوچنیو کانونو څخه د استخراج پیل په دوامداره ډول. 

• په اوسپنیزو کانونو ځانګړی تمرکز او پانګونه.

• د کانونو قراردادونه دې خصوصي او دولتي سکتور ته په شفاف ډول وسپارل شي.

• په پخوانیو قراردادونو بیا کتنه او دقیق نظارت. 

• د متخصصینو، کانونو او پټرولیم وزارت، پولي تخنیک پوهنتون او نورو ذیدخلو ادارو څخه ګډه کمېټه دې جوړه شي ترڅو دغه پالیسي عملي شي.

یاده ناسته د کابل پولي تخنیک او یاد وزارت ترمنځ د لا نږدې همکاریو پیل وګڼل شوه او د هېواد د علمي او اقتصادي پراختیا لپاره یو ارزښتناک ګام وبلل شوه.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د فکري او جسمي اعداد په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فکري او جسمي اعداد، روحي پیاوړتیا، د ورزشي استعدادونو د ودې او د محصلانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د زمینې د برابرولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه‌لیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

BACK TO NEWS

User account menu