د کابل پولی تخنیک پوهنتون د ساختمانی پوهنځي دوهم علمی – میتودیکی کنفرانس دایر شو

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲ - ۱۰:۵۴
د کابل پولی تخنیک پوهنتون د ساختمانی پوهنځي دوهم علمی – میتودیکی کنفرانس دایر شو

د ساختمانی پوهنځي دوهم علمي – میتودیکي کنفرانس د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په 29 مه نیټه د کابل پولی تخنیک پوهنتون کې پرانیستل شو.

غونډه د پوهنوال عبدالله زاهدي له خوا د کلام الله د څو مبارکو آیاتونو په قرائت سره پیل شوه ورپسې د کابل پولی تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د کنفرانس پرانیستونکې وینا وړاندې کړه او ویې ویل چې د ساختمانی پوهنځي له مشرتابه څخه مننه کوم چې په دومره لنډ وخت کې یې دغه علمي ګام پورته کړ او دا کار یې واقعاً د ستاینې وړ دی.

تدویر دومین کنفرانس علمی – میتودیکی پوهنځی ساختمانی پوهنتون پولی تخنیک کابل

د کنفرانس په څنډه کې د پوهنتون مرستیال پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد نسیم نسيمي هم په خاصه توګه ګډون وکړ.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د رئیس او مخکیني ګمارل شوي پلاوي په حضور کې د دواړو برخو مقالې وارزول شوې او استادان ئی دې ته وهڅول چې دا ډول کنفرانسونه جوړ کړي.

تدویر دومین کنفرانس علمی – میتودیکی پوهنځی ساختمانی پوهنتون پولی تخنیک کابل

د ساختمانی پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر امان الله فقیري د کنفرانس په بله وینا کې د ساختماني پوهنځي د دویم علمی - میتودیکي کنفرانس د څرنګوالي او د څانګو د ویش په اړه د کنفرانس په دوام او اهمیت ټینګار وکړ.

تدویر دومین کنفرانس علمی – میتودیکی پوهنځی ساختمانی پوهنتون پولی تخنیک کابل

په دی کنفرانس کی ټولی 38 مقالی ولوستل شوی.غوڼده د پوهنوال محمد ایوب اواب په دعا سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu