د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې، لومړنیو مرستو او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو
د روغتیايې په برخه کې د پوهاوي لوړولو او د روغتیايې اصولو د رعایت د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو چې په کې استادانو، کارکوونکو او محصلینو ګډون کړی و.
په دغه سیمینار کې د لوړو زدهکړو وزارت د پولي کلینیک آمر د یوه علمي پریزنټېشن له لارې د فردي او ټولنیزې روغتیا اړوند مهمو موضوعاتو په اړه مفصلې او ګټورې څرګندونې وکړې.
نوموړي د روغتیا ساتنې اهمیت او د ناروغیو په مخنیوي کې یې د رول ترڅنګ د ورزش او منظم فزیکي فعالیت اهمیت، سالمې او متوازنې تغذیې، د فردي او چاپېریالي روغتیايې اصولو رعایت، د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لارې، د روغتیايې عادتونو پیاوړتیا او د سالم ژوندانه د تګلارې رول د جسمي او رواني روغتیا په ساتنه کې په تفصیل سره تشریح کړل.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د ناروغیو مخنیوی په ورځني ژوند کې د پوهاوي، مسؤولیت پذیرۍ او روغتیايې اصولو رعایت ته اړتیا لري او ګډونوال یې د سالم ژوندانه، مناسبې تغذیې، منظم ورزش او فزیکي فعالیت، فردي او چاپېریالي پاکوالي او روغتیا ته د لا زیاتې پاملرنې او روغتیايي سپارښتنو د رعایت لپاره وهڅول.
د یادونې وړ ده، دغه سمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د لوړو زدهکړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په همغږۍ او مصونیت آمریت له خوا په ګډه پلان او جوړ شوی و.
