د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل عربی ژبی ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۰
د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل عربی ژبی ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل ښوونیز مرکز ترمنځ د علمي او ښوونیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ تفاهم‌ لیک د دواړو بنسټونو د مشرتابه په حضور کې لاسلیک شو.

دغه تفاهم ‌لیک د ګډو پروګرامونو د پراختیا، د محصلانو د ظرفیت لوړولو، د تخصصي کورسونو د تنظیم او د علمي تجربو د تبادلې لپاره زمینه برابروي.

د دواړو لورو مسؤلینو د دې تفاهم ‌لیک لاسلیک د زده‌ کړو د کیفیت د ښه ‌والي او د محصلانو لپاره د لا غوره فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام وباله او د اغېزمنو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ دی، چې د یاد هوکړه لیک له مخې د کابل پولي تخنیک پوهنتون برحاله محصلین او منسوبین په ۵۰% تخفیف سره په یاد مرکز کې زده کړي کولای شي.

User account menu