د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د څیړنې د نویو میتودونو تر عنوان لاندې لومړی درې ورځنی ژمني ورکشاپ پرانیستل شو.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۳ - ۱۰:۴۴
د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د څیړنې د نویو میتودونو تر عنوان لاندې لومړی درې ورځنی ژمني ورکشاپ پرانیستل شو.

ورکشاپ د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

دغه ورکشاپ کي د پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي انجینر زیارمل خطاب، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالرشید اقبال،علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد نسیم نسیمي، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د استادانو د مسلکي ودې د مرکز آمر پوهنمل محمد یونس وفا ټولو ته ښه راغلاست ووایه او د استادانو د مسلکي ودې په برخه کې یې د دغه پروګرام د موثریت او ګټورتوب په اړه خبرې وکړې، د پروګرام اجنډا یې ولوستله او په دې برخه کې یې د استادانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

افتتاح اولین ورکشاپ سه روزه زمستانی تحت عنوان روش های نوین تحقیق درپوهنتون پولی تخنیک کابل.

ورپسې د پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي انجینر زیارمل خطاب د استادانو د مسلکي ظرفیت د لوړولو په برخه کې د دا ډول پروګرامونو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه. او په دې اړه یې د دوی د هڅوپه اړه وویل چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون باید د هېواد د پوهنتونونو په منځ کې په ځانګړي توګه د نړۍ په کچه په څېړنیزو او علمي څانګو کې د یو معتبر پوهنتون په توګه وپېژندل شي. او دا ډول څیړنیزو پروګرامونو ترسره کول، د نویو سرچینو او نویو څیړنیزو میتودونو لارښود کول د پورتنیو موخو د ترلاسه کولو لپاره یو له میتودونو څخه وګانه.

افتتاح اولین ورکشاپ سه روزه زمستانی تحت عنوان روش های نوین تحقیق درپوهنتون پولی تخنیک کابل.

نوموړي دغه راز په علمي او څېړنيزو څانګو کې د متقاعد شویو استادانو او علمي تجربو د شريکولو په موخه د يوې کمېټې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې او د دا ډول پروګرامونو د دوام او همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
اوهمدارنګه نوموړي په دې برخه کې د څېړنيزو څانګو د استادانو د همکاريو د دوام غوښتنه وکړه . او دا رنګه پروګرامونه ئي په علمي څانګو کي یو مسؤلیت وګانه.
همدا راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس عبدالرشید اقبال تدریس او څیړنه د پوهنتونونو دوه بنسټيزﯤ دندې وبللې او د څېړني اهمیت يي په ټولنه کي د ستونزو د حل په موخه لازم توضیحات ورکړل او ګډونوالو ته یې په دې ډول ورکشاپونو کې د نظریاتو او بحثونو غوښتنه وکړه او د بریالیتوب هیله یې وکړه.

افتتاح اولین ورکشاپ سه روزه زمستانی تحت عنوان روش های نوین تحقیق درپوهنتون پولی تخنیک کابل.

د پروګرام په وروستي برخه کي پوهاند محمد نذیر نجابي د ورکشاپ له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او وه ئې ویل، چې د ورکشاپ له جوړیدو یې موخه د استادانو ترمنځ د زده کړو، افکارو او تجربو تبادله ده.او د نوي څيړنيز ميتود په باره کې د چمتو شويو سلایډونو په اړه تفصيلي پريزينټيشن وړاندې کړ.

افتتاح اولین ورکشاپ سه روزه زمستانی تحت عنوان روش های نوین تحقیق درپوهنتون پولی تخنیک کابل.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu