د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې د پنځه ‌ګونو ورزشي سیالیو لړۍ پیل شوه.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۱۹
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې د پنځه ‌ګونو ورزشي سیالیو لړۍ پیل شوه.

 په دې سیالیو کې له ۶۰ څخه زیاتو محصلینو ګډون کړی، چې پکې ځغاست لوبي، نښه ‌ویشتنه او وزن انتقال شامل دي.

د سیالیو په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمر ښاغلي احمد فایق ضیایي، د دغو سیالیو د ارزښت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل، دا ډول پروګرامونه د هېواد د عنعنوي او ملي ورزشونو د ودې لپاره مهم رول لري.

 همداراز، موخه یې د محصلینو ترمنځ د عنعنوي ورزشونو ترویج او د پنځه‌ګونو ورزشي ټیم لپاره د غوره ورزشکارانو ټاکنه ده.

سیالۍ په مختلفو کتګوریو کې ترسره شوې او محصلینو پکې په خوښۍ او لیوالتیا ګډون وکړ.

یادې سیالۍ د پوهنتون د ورزشي چارو آمریت په همکارۍ او د رهبري هیئت په ملاتړ په بریالیتوب سره پیل شوې.

User account menu