د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۰:۲۵
د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون رهبري هئیت، د پوهنځیو رئیسانو او د علمي شورا غړو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی فاروق  ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د رهبري، د علمي شورا او د پوهنتون د رهبري  پرېکړو د دقیق تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ، نوموړي له معاونینو او اړوندو مسئولینو وغوښتل چې یادې پرېکړې په دقت سره مطالعه کړي او د عملي کولو لپاره یې لازم ګامونه پورته کړي.

همداراز ښاغلي فاروق معاونینو ته هدایت وکړ چې له خپلو اړوندو کارمندانو سره منظمې غونډې ترسره کړي، د هر یوه مسئولیتونه واضح کړي او د هغوی د اجراآتو مفصل راپورونه ترلاسه کړي.

په غونډه کې په دې هم بحث وشو چې څنګه د پوهنتون د اتو پوهنځیو لابرانټان او تخنیکي کارپوهانو وکولی شي په اداري چارو کې بشپړ برخه واخلی.

د غونډې مهم موضوعات لکه درسي نصاب، تقرري، ترفیعاتو او نورو اړوند موارد و، چې بحث او نظرونه پرې تبادله شول.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د علمي شورا غړو هر یو په نوبت سره خپل نظرونه او وړاندیزونه د پوهنتون د علمي او اکاډمیک بهیر د لا ښه ‌والي په موخه وړاندې کړل چې دغه نظریات د پوهنتون رئیس له خوا واورېدل شول او نوموړي د کارونو د پرمختګ په موخه لازمې مشورې او لارښوونې وړاندې کړې.

غونډه د اړینو پریکړو او دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

User account menu