د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبرۍ او محصلینو د استازو ترمنځ ستونزو ته د رسیدو په موخه غونډه ترسره شوه

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۰:۳۸
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي د محصلینو له استازو سره د دغه پوهنتون د علمي او اکاډمیک وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د معاصرې ټکنالوژۍ کارول د پوهې د کچې د لوړولو لپاره مهم وګڼل او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د هېواد او خلکو د خدمت په لاره کې په اخلاص، تقوا او پرهیزګارۍ لاس پورې کړي او محصلین یې وهڅول، چې له غفلت او وخت ضایع کولو څخه ډډه وکړي، وخت مهم او قیمتي وګڼي او ور څخه مثبته ګټه پورته کړي.
ښاغلي صالحي د خپلو خبرو په دوام کې د لابراتوارونو او تدریسي وسایلو د نشتوالي او کمبود او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه او ډاډ ورکړ.
دغه راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجينر عنایت الله رحیمی هم په دې غونډه کې د محصلینو او ګډونوالو حضور ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ، د محصلينو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې او د بېلابېلو سکتوري ادارو په مسلکي بستونو کې یې د دغه پوهنتون د محصلینو د استخدام ډاډ ورکړ.
ورپسې د یاد پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د محصلینو د ستونزو د حل په موخه د پوهنتون له امکاناتو او ظرفیتونو څخه د استفادې په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي په پوهنتون کې د محصلینو پر مکلفیتونو هر اړخیزې خبرې وکړې او محصلین یې متوجه کړل چې د دې اکاډمیک ځای په نظم او ساتنه کې هر راز پاملرنه وکړي.
د دې ترڅنګ د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال هم د موضوع په اړه مفصلې خبرې وکړې.
په پای کې د محصلینو استازو خپلي غوښتنې او ستونزي له مسؤلینو سره شریکې کړې چې د پوهنتون د رهبري له خوا ورته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu