د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ( HEMIS ) سیستم د تطبیق په اړه د اتو پوهنځیو د څانګو له آمرینو او تدریسي مدیرانو سره د رهبري پلاوي مشورتي غونډه ترسره شوه

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۴:۱
photo

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د پوهنځیو د تدریسي چارو د روڼتیا او اسانتیا په موخه د (HEMIS) سیستم د تطبیق په اړه خبرې وکړې.
محترم اقبال زیاته کړه: د څانګو آمرین او د پوهنځیو تدریسي مدیران باید له دې سیسټم څخه د زده کوونکو په انلاین درسونو کې د لا روڼتیا او اسانتیا د رامنځته کولو لپاره کار واخلي، نوموړي د دغه پوهنتون له ټولو منسوبینو څخه وغوښتل، چې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون د رهبرۍ د پرېکړو په پلي کولو کې له ډېر پاملرنه څخه کار واخلي.
دغه راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر ویس الدین بریالي هم د (HEMIS) سیستم په کارولو او تطبیق ټینګار وکړ، او له اړوندو مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د ياد شوي سيستم په کارونې او پلي کولو کې پوره همکاري وکړي.
ورپسې د غونډې ګډونوالو خپلې پوښتنې، نظریات او وړاندیزونه رهبري ته وړاندې کړل چی د مسولینو له خوا ورته د ستونزو د حل او هر راز همکاري ډاډ ورکړل شو.
غونډه د دعایې په ویلو سره پاي ته ورسید.

photo

photo

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu