د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت اړوند آمرینو او د کیفیت لوړولو آمریت مسؤلینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۲:۲۹
photo

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري معاون ښاغلي مولوي محمد یاسین بهار په مشرۍ تر سره شوه، چې اړوند آمرینو او د د کیفیت لوړولو آمریت مسؤلینو ګډون درلود.
لومړی د کیفیت لوړولو آمریت آمر ښاغلي پوهنیار انجینر ذبیح الله حیدري د کیفیت د ښه والي د معیارونو د ارزونې، د اسنادو راټولولو او د څانګو د فعالیتونو د مستند کولو په اړه خبرې وکړې او په یادو مواردو کې یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د څانګو آمرینو خپل کاري راپورونه په مستند شکل د کیفیت لوړولو آمریت مسوولینو ته د چیک لیست مطابق وړاندې کړل او د کیفیت لوړولو آمریت مسولینو یاد راپورنه و ارزول او د ستونزو د حل په موخه یې لازم تدابیر ونیول شول.
د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین بهار د یوولس ګونو معیارونو د ښه والي او د اسنادو د راټولولو په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې مشورې وړاندې کړې.
غونډه د دعايي په ویلو سره پای ته ورسید.

Photo
Photo
Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu