د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې محصلینو لپاره مجهز انټرنیټ کلب پرانیستل شو

kpu_admin
جمعه ۱۴۰۳/۶/۹ - ۲:۲۵
Image

د پرانیستې مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شول.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې د محصلینو لپاره د غوره انټرنټي خدمتونو په موخه یو معیاري او مجهز انټرنیټ کلب جوړ شو. لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي د محصلینو د ظرفیت لوړولو او روزلو په برخه کې د مسؤلینو له دغه ښه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه، نوموړي د دغه مرکز جوړېدل د محصلانو د علمي او څېړنيز پرمختګ لپاره يو ښه فرصت وباله او له ټولو محصلینو یې وغوښتل چې د خپلو زده کړو د لا ښه والي لپاره له انټرنیټ څخه اعظمي استفاده وکړي.
همدا راز د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال هم د انټرنېټ د اغېزمنې استفادې، د انټرنېټ پر اهميت او د انټرنېټ د آسانتيا په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې او د دغه مرکز د جوړولو له امله يې له اړوندو مسوولينو څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې محصلینو هم خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل، چې د مشرتابه له خوا د یادو وړاندیزونو په برخه کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وشوه.
مراسم د دعایې په ویلو سره پاي ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu