د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي ۵۳ تنه محصلین د تاریخي آبداتو د ساتنې او څارنې په برخه کې د عملي زده‌ کړو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته معرفي شول.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۳۹
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي ۵۳ تنه محصلین د تاریخي آبداتو د ساتنې او څارنې په برخه کې د عملي زده‌ کړو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته معرفي شول.

د عملي زده کړو د پیاوړتیا او د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه، د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د ښار جوړولو څانګې ۵۳ تنه محصلین د پوهنیار محمد یاسر صدیقي تر لارښوونې لاندې د عملي او نظري کارونو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ور وپېژندل شول.

په دې روزنیز پروګرام کې به محصلین په بېلابېلو برخو لکه ښاري ترمیم، طرحه، بیا رغونه او د کلتوري او تاریخي پروژو د ساتنې په برخو کې عملي زده کړې ترلاسه کړي. ښاري ترمیم هغه بهیر ته ویل کېږي چې موخه یې د ښارونو زړې او تاریخي سیمې رغول، د عامه فضاوو بیا جوړونه، د لرغونو سیمو فزیکي جوړښت ساتنه، او د سیمو د اوسېدونکو د ژوند کیفیت لوړول دي. دا ډول زده کړې نه‌ یواځې د محصلینو عملي تجربه غښتلې کوي، بلکې د هېواد د کلتوري میراثونو په ساتنه کې هم مهم رول لوبوي.

د دې علمي سفر هدف دا دی چې محصلینو ته د واقعي کاري چاپېریال تجربه، له ساختماني پروژو سره آشنایي، او د عملي مهارتونو زده کړه د نظري پوهې ترڅنګ برابره شي. دا مهم ګام کولای شي د ځوان نسل د کار بازار ته د چمتو کولو په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون مشرتابه د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د دې همکارۍ مننه کوي او ټینګار کوي چې د علمي بنسټونو او دولتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ همغږي به د هېواد د ځوانانو علمي، فني او مسلکي وده تضمین کړي.

د یادونې وړ ده  چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انسجام او خدماتو آمریت د محصلانو د عملي کارونو او پرکټیک د فرصتونو په برابرولو کې په وزارتونو او سکتوري ادارو کې مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

یاد سیمینار چې د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو جوړ شوی دی

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشید. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۲۵
Background image

د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون کې د مطالعې د ارزښت او اغېزو په اړه سيمينار ترسره شو

یاد سیمینار چې هدف یې د محصلینو فکري ځواک پیاوړي کول، په څېړنه کې د مطالعې رول، د معلومات زیاتونه او په علمي بهیر کې د مطالعې ژور اغېز پېژندنه وه،  د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، کارمندانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu