د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د څلورم ټولګي ۴۳ تنه محصلین د عملي کار ترسره کولو په موخه د شاروالي ریاست ته معرفي شول.

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۹:۳۳
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د څلورم ټولګي ۴۳  تنه محصلین د عملي کار ترسره کولو په موخه د شاروالي ریاست ته معرفي شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي صنعتي او مدني ودانیزو څانګې ۴۳ تنه محصلین د پوهنیار محمد طارق عمر په لارښوونه، د کابل ولایت  شاروالي ریاست ته د یو میاشتني عملي کار لپاره معرفي شول څو په مختلفو ساختماني پروژو کې عملي تجربه ترلاسه کړي.

دغه برنامه د دې موخې لپاره جوړه شوې چې محصلانو ته د نظری زده کړو ترڅنګ عملي فرصتونه برابر کړي، ترڅو په رښتینو پروژو کې د ودانیزو چارو د تطبیق له مرحلو سره اشنا شي.

دا عملي تجربې محصلینو سره مرسته کوي چې خپلې تخنیکي او مسلکي وړتیاوې لوړ کړي او د کار بازار ته د ننوتلو لپاره ښه چمتووالی ولري.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون رهبري د کابل شاروالی ریاست له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې د عملي زده کړو پیاوړتیا د مسلکي کسانو په روزنه او د عمراني پروژو په کیفیت کې د پام وړ رول لري.

د یادونې وړ ده  چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انسجام او خدماتو آمریت د محصلانو د عملي کارونو او پرکټیک د فرصتونو په برابرولو کې په وزارتونو او سکتوري ادارو کې مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu