د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له‌ خوا د انساناني قاچاق د مخنیوي او د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) فرمان تشریح شو.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۰:۴۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له‌ خوا د انساناني قاچاق د مخنیوي او د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی)  فرمان تشریح شو.

د انسانانو د قاچاق له دې شومې پدیدې سره د اسلامي او انساني مسؤولیتونو په چوکاټ کې، د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي نصرت الله سیرت د دې ادارې منسوبینو ته د انسان قاچاق د فردي، ټولنیزو او شرعي زیانونو په اړه بحث او عامه پوهاوی وکړ او د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د صریح او واضح فرمان وضاحت هم وړاندې شو، چې پکې دا عمل غیرشرعي، غیرانساني او مطلقاً ممنوع ګڼل شوی دی.

مولوي نصرت‌ الله سیرت د انسان د قاچاق په اړه د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې تفصیلي خبرې وکړې. نوموړي وویل چې انسان قاچاق نه یوازې یو ټولنیز او حقوقي جرم دی، بلکې دا د الله (ج) د بندګانو سره ښکاره ظلم او لوی خیانت هم دی.

نوموړي دا عمل د انساني کرامت او عزت د له ‌منځه وړلو سبب وباله او زیاته یې کړه چې د شریعت له مخې مرتکبین یې د دنیا او آخرت سزاوو مستحق دي.

د دعوت او ارشاد آمر د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) فرمان مفصل تشریح کړ او یادونه یې وکړه چې اسلام د انسان د ژوند، مال، عزت او حقونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه لري او هر ډول غیر مشروع معامله، دوکه او استثمار په کلکه غندي او شرعاً حرام ګڼل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت درسي برنامې د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه هره ورځ د ټاکل شوي تقسیم اوقات له مخې منظم او دوامداره ترسره کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۲۵
Background image

د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون کې د مطالعې د ارزښت او اغېزو په اړه سيمينار ترسره شو

یاد سیمینار چې هدف یې د محصلینو فکري ځواک پیاوړي کول، په څېړنه کې د مطالعې رول، د معلومات زیاتونه او په علمي بهیر کې د مطالعې ژور اغېز پېژندنه وه،  د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، کارمندانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو پنځلسم پړاو چې د بدني اعداد په موخه په لار اچول شوی و، په برياليتوب سره پای ته ورسېد

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو د پنځلسم پړاو د پایلوبې مراسم د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، آمرينو، استادانو، د افغانستان اسلامي بانک استازو او يو شمېر محصلانو او د ورزش مينوالو. . .

BACK TO NEWS

User account menu