د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تظمین کیفیت د یوولسو معیارونو د ساتلو او د دې پوهنتون د تضمین کیفیت د آمر په توګه دښاغلي پوهنیار دیپلوم انجنیر ذبیح الله حیدري د معرفي کولو په اړه غونډه تر سره شوه.

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۲:۸
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تظمین کیفیت د یوولسو معیارونو د ساتلو او د دې پوهنتون د  تضمین کیفیت  د آمر په توګه دښاغلي پوهنیار دیپلوم انجنیر ذبیح الله حیدري د معرفي کولو په اړه غونډه تر سره شوه.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي  پوهنوال ديپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، علمي معاون ښاغلي انجنیر روح الله روحاني، مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي  او د پوهنتون د تضمین  کیفیت کمیټې غړو ګډون کړی وو.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي  پوهنوال ديپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال ټولو ته ښه راغلاست وویل او د تضمین کیفیت د یوولسوګونو  معیارونو د ساتلو په اړه یې په تفصیل سره خبرې وکړې او یې وغوښتل چې دغه د اعتبار سند د ټاکل شويو معیارونو پر بنست سره وساتل شي.

همدارنګه ښاغلي اقبال د دغه پوهنتون د تضمین کیفیت په برخه کې د ښاغلي انجنیر ذبیح الله حیدري د ټاکل کیدو مبارکي ورکړ او هغه ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ورپسې د دغه پوهنتون د تضمین کیفیت آمر ښاغلي پوهنیار دیپلوم  انجنیر ذبیح الله حیدري د پوهنتون د رهبري مقام څخه مننه وکړه چې، په نوموړي یې باور کړی او یاد مسؤلیت یې ورته سپارلی.

ښاغلي حیدري ژمنه وګړه چي خپله دنده به په پوره صداقت سره سر ته رسوي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

 

جلسه حفظ معیار های یازده گانه پوهنتون پولی تخنیک کابل و معرفی محترم پوهنیار دیپلوم انجنیر ذبیح الله حیدری به حیث آمر تضمین کیفیت این پوهنتون​    ​جلسه حفظ معیار های یازده گانه پوهنتون پولی تخنیک کابل و معرفی محترم پوهنیار دیپلوم انجنیر ذبیح الله حیدری به حیث آمر تضمین کیفیت این پوهنتونجلسه حفظ معیار های یازده گانه پوهنتون پولی تخنیک کابل و معرفی محترم پوهنیار دیپلوم انجنیر ذبیح الله حیدری به حیث آمر تضمین کیفیت این پوهنتون

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu