د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو د مسلکي روزنې آمریت د محصل محوره تدریس تر عنوان لاندې ورکشاپ پیل کړ

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۲:۲۹
photo

ورکشاپ د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو د مسلکي ودې آمر ښاغلي پوهندوی محمد یونس وفا د یاد ورکشاپ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د دغه پوهنتون له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د ورکشاپ تر پایه له دغه آمریت سره همکاري وکړي.
همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په ورکشاپ کې د استادانو حضور ته ښه راغلاست ووایه او د یاد آمریت له مسؤلینو څخه یې د ورکشاپ د دایرېدو له امله مننه وکړه.
ښاغلي اقبال د زده کړیالانو د عملي کار او زده کړې لپاره د محصل محوره طريقه سمه او ښه طريقه ياده کړه او استادان یې و هڅول تر څو په دې برخه لا ټینګار وکړي.
همدا راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د استادانو لپاره د ورکشاپ له جوړیدو مننه وکړه او له استادانو یې وغوښتل چې محصلینو ته په اسلامي او اخلاقي روحیه تدریس وکړي او خپل مسوولیتونه د ورورولي په فضا کې په اسلامي روحیه ترسره کړي ښاغلي حقانی د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو د مسلکي روزنې له آمریت سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ به لس ورځې دوام وکړي، چې د استادانو د مسلکي روزنې آمریت له خوا به پر مخ وړل کیږي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۲۵
Background image

د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون کې د مطالعې د ارزښت او اغېزو په اړه سيمينار ترسره شو

یاد سیمینار چې هدف یې د محصلینو فکري ځواک پیاوړي کول، په څېړنه کې د مطالعې رول، د معلومات زیاتونه او په علمي بهیر کې د مطالعې ژور اغېز پېژندنه وه،  د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، کارمندانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو پنځلسم پړاو چې د بدني اعداد په موخه په لار اچول شوی و، په برياليتوب سره پای ته ورسېد

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو د پنځلسم پړاو د پایلوبې مراسم د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، آمرينو، استادانو، د افغانستان اسلامي بانک استازو او يو شمېر محصلانو او د ورزش مينوالو. . .

BACK TO NEWS

User account menu