د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اتو پوهنځیو د باسکیټبال ټیمونو ترمنځ ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴۰
photo

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شو.
د یادو سیالیو د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د باسکیټبال فدراسیون رئیس الحاج عبیدالله ارغندیوال، محصلینو او مینه والو ګدون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمر ښاغلي احمد فایق ضیايي ټولو ته د ښه راغلاست وینا وکړه، د یادو سیالیو په اړه معلومات ورکړل او ورزشکارانو ته یې د بریا هیله وکړه.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر ویس الدین بریالي د ورزش په اړه د اسلام د سپیڅلي دین له نظره هر اړخیزې خبرې وکړې. دوی د ورزشي چارو آمریت له کړنو او دندو څخه مننه وکړه چې د محصلینو لپاره یې د ورزشي پروګرامونو په لاره اچولي او ورزشکارانو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ به يوه اونۍ دوام وکړي او د ترسره کولو موخه يې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د باسکټبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image

BACK TO NEWS

User account menu