د کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل سنټر ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۳
د کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل سنټر ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د یاد هوکړه لیک اساسي هدف د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو فعالیتونو پیاوړتیا، د محصلینو د ظرفیت لوړونه، د علمي او عملي زده‌کړو لپاره مناسب فرصتونه برابرول دي.

د هوکړه لیک له مخې به دواړه اړخونه د علمي او تخنیکي همکاریو د پراختیا، د روزنیزو پروګرامونو او ورکشاپونو د تنظیم او د تجربو د تبادلې په برخو کې ګډ کار ترسره کوي.

د هوکړه لیک پر مهال د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د کابل سنټر انګلیسي ژبې مرکز مسؤلینو ته د مننې او ښه راغلاست تر څنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې : ټول خصوصي او امارتي مرکزونه باید د نصابونو په برخه کې د اسلامي او افغاني فرهنګ ترویج ته زیاته توجه وکړي او خپل علمي نصابونه د پردیو فرهنګونو څخه په بشپړ توګه پاک کړي.

د نوموړي په وینا به دغه هوکړه لیک د علمي او تخنیکي پرمختګ لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، ځکه له دې لارې به محصلین د عملي زده‌کړو او مسلکي تجربو فرصتونه ترلاسه کړي او د نوې ټکنالوژۍ او معاصرو زده‌کړو سره به بلدتیا پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد هوکړه لیک له مخې به کابل سنټر د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره په انګلیسي برخه کې ۴۰% او د کمپیوټر زده کړي په برخه کې ۳۰% فیصده تخفیف په نظر کې نیولی.

کابل پولي تخنيک پوهنتون تل هڅه کوي چې د محصلینو لپاره د علمي او عملي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د فکري او جسمي اعداد په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فکري او جسمي اعداد، روحي پیاوړتیا، د ورزشي استعدادونو د ودې او د محصلانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د زمینې د برابرولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه‌لیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

BACK TO NEWS

User account menu