د لوړو زده کړو له ډګره مهم زېرى! د کابل پولي تخنیک پوهنتون نړیواله درجه بندې اعلان شوه.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۰
د لوړو زده کړو له ډګره مهم زېرى! د کابل پولي تخنیک پوهنتون نړیواله درجه بندې اعلان شوه.

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوال درجه بندی سازمان  د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي بنسټونو په منځ کې د اقلیمې بدلون او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې مهم مقام ترلاسه کړي.

•        د اقلیمې بدلون په برخه کې (Climate Action - SDG 13) یې ۲۰۱نمبر نړیوال مقام خپل کړی.

•        او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې (Affordable and Clean Energy - SDG 7)  ۳۰۱نمبر نړیوال مقام ترلاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ سازمان له خوا په رسمي ډول د ایمیل له لارې کابل پولي تخنیک پوهنتون ته استول شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په نړیواله کچه تقریبا له ۲۵۰۰۰ زیات پوهنتونونه شتون لري چې هر کال د لوړو زده کړو نړیوال درجه بندی سازمان او د چین هیواد شانګهای سازمان په څېر د معتبره ادارو له خوا درجه ‌بندي کېږي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوی درجه بندې د دې پوهنتون د علمي، مدیريتي او چاپېریالي هڅو څرګندونه کوي او د هېواد د لوړو زده کړو لپاره د روښانه راتلونکي زېری ورکوي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه دا نړیوال بریا د استادانو، کارمندانو، محصلینو او د هېواد ټولې علمي کورنۍ ته مبارکي وایي او دا یې د پوهنتون لپاره یو ارزښتناک او د ویاړ وړ علمي او تحقیقي لاسته راوړنه بولي.

د یادونې  وړ ده د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون، چې مخکې د اقلیم بدلون په برخه کې په نړیواله درجه ‌بندۍ کې په ۲۰۱م مقام کې ځای درلود، توانېدلی چې خپل ځای په  یاده برخه کې  وساتي، همدارنګه دغه علمي بنسټ چې مخکې د ارزانه او پاکې انرژۍ په برخه کې په ۶۰۰م مقام کې قرار درلود، اوس په نوې درجه‌ بندۍ کې ۳۰۱م مقام ته ارتقا کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image

BACK TO NEWS

User account menu