د عامې روغتیا وزارت له خوا په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د نشه یې توکو د زیانونو په اړه معلوماتې سیمینار وړاندې شو

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۰:۵۹

سیمینار د قرآنکریم د مابرکو آیاتو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر ویس الدین بریالي د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د یاد سیمینار په لاره اچولو له امله مننه او قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې یاد سیمینار ډیې ګټور دی، ترڅو محصلینو ته د نشه یي توکو د زیانونو په اړه معلومات ورکول شي.
نوموړي له ټولو محصلینو وغوښتل، چې په ياد سيمينار کې فعاله برخه واخلي او د تر پایه په پوره توجه په کې برخه واخلي.
همدا راز په نشه یې توکو د روږدو کسانو د درملنې ۴۵۰ بسترونو د ټولنې عمومي مدیر ښاغلي هوشمند قریشي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشرتابه له همکارۍ مننه وکړه. دوی د یاد سیمینار د منځپانګې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د نشه یي توکو د زیانونو په اړه یې د محصلینو د پوهاوي تر عنوان لاندې خپل پریزنټیشن وړاندې کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu