د زر تنو افغان انجنیرانو د مسلکي روزنې هوکړه لاسلیک شوه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۲:۴۷
photo

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون( KPU )او LEAD مؤسسې (Linking Education Aid Development Organization) ترمنځ هوکړه وشوه، چې په پولي‌تخنیک پوهنتون کې به د دغې مؤسسې لخوا په راتلونکو دریو کلونو کې (۱۰۰۰) تنه افغان انجنیرانو ته په مختلفو برخو کې بهرني او کورني متخصصین مسلکي روزنه ورکوي. دغه هوکړه‌لیک د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلی پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال او د LEAD مؤسسې د رئیس ښاغلي محمد داود عابدي لخوا د عقرب په ۹ د سه شنبې په ورځ په کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې به LEAD مؤسسه د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې په راتلونکو دریو کلونو کې د انجنیرۍ په بېلابېلو څانګو کې (۱۰۰۰) تنو افغان انجنیرانو ته، چې (۲۰) سلنه به یې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون او د هيواد د نورو پوهنتونونو استادان او انجنیران وي، د انجنیرۍ د بېلابېلو څانګو کورني او بهرني متخصصین، نوې، عصري او د نړیوالو ستنډردونو سره سم مسلکي روزنه ورکوي او فارغینو ته به یې د انجنیرۍ نړیوال اعتبار لرونکی سند ورکړل شي.
دې پروګرام ته به د یو شفاف مېکانېزم له لارې په دولتي او خصوصي سکتور کې د بوختو انجنیرانو په ګډون د هیواد نور انجنیران او د انجنیري څانګو د وروستي کال محصلین هم انتخاب شي څو یې مسلکي او عملي وړتیاوې لوړې شي او د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu