د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.
دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي ډول د فزیک علم په ډګر کې یو ارزښتناک او معیاري علمي منبع ګڼل کېږي.
دا کتاب په 6 فصلونو او 359 مخونو کې ترتیب شوی او هدف یې د محصلینو د علمي سویې لوړول، د تدریس کیفیت ښه کول او د یادې څانګې د معاصرو علمي اړتیاوو پوره کول دي.
یاد کتاب د لوړ علمي او فني کیفیت له مخې ترتیب او تدوین شوی او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په مطبعه کې د ۱۰۰ جلده په تعداد چاپ شوی دی.
یاد کتاب د پوهنتون په عمومي کتابخانه کې ځای پر ځای او د محصلینو او نورو علاقه مندانو د استفادې لپاره چمتو شوی دی.
