دکابل پولی تخنیک پوهنتون او البیروني پوهنتون ترمنځ دهمکارۍ هوکړه لیک امضاء شو . 

kpu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۸:۵۳
دکابل پولی تخنیک پوهنتون او البیروني پوهنتون ترمنځ دهمکارۍ هوکړه لیک امضاء شو . 

کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال او د البیروني پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل ډاکټر عبدالقهار سروري  د دواړو پوهنتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک دکب دمیاشتی په یوولسمه نیټه امضاء کړه .

لمړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د البیروني پوهنتون رئیس او ملګري پلاوي ته یې ښه راغلاست وویل او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تاریخچې، تجهیزاتو، لابراتوارونو، درسي نصاب او لاسته راوړنو په اړه  یې راغلو میلمنو ته لنډ مالومات ورکړل. 

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسید

وروسته د البیروني پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل ډاکټر عبدالقهار سروري دکابل پولي تخنیک پوهنتون عمومی رئیس له میلمه پالنې څخه مننه وکړه او زپاته یې کړه چې دافغانستان خلک په افغانستان کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په څیر پوهنتون باندې ویاړي  ځکه دا پو هنتون د تخنیکي او انجنیري علومو د مور پوهنتون په توګه یو پیژندل شوي پو هنتون دی .

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسید

د نوموړي هوکړه لیک د امضاء کولو موخه د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تخنیکي ، علمي ، تحقیقي او نورو تجاربو  شریکول دي . په پای کې دواړو خواوو هوکړه لیک امضاء کړه  او د عملې کېدو ژمنه یې وکړه

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسید

 

تفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسیدتفاهمنامه همکاری میان پوهنتون پولی تخنیک کابل و پوهنتون البیرونی به امضاء رسید

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu