د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
د " جیوفزیک اکتشافي "  تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د ځمکپوهنې په برخه کې په ځانګړي ډول د جیوفزیک اکتشافي او د کانونو او نفت او ګازو د اکتشافي مطالعاتو په ډګر کې یو ارزښتناک او معیاري علمي منبع ګڼل کېږي. دا کتاب په ۸ فصلونو او ۲۷۳ مخونو کې ترتیب شوی او هدف یې د محصلینو د علمي سویې لوړول، د تدریس کیفیت ښه کول او د یادې څانګې د معاصرو علمي اړتیاوو پوره کول دي.

یاد کتاب د لوړ علمي او فني کیفیت له مخې ترتیب او تدوین شوی او د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت ( نشرات ) په مطبعه کې د ۱۰۰ جلده په تعداد چاپ شوی دی.

یاد کتاب  د پوهنتون په عمومي کتابخانه کې ځای پر ځای او د محصلینو او نورو علاقه ‌مندانو د استفادې لپاره چمتو شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۳۳
Background image

کتاب درسی تحت عنوان " جیوفزیک اکتشافی " به چاپ رسید

کتاب درسی تحت عنوان جیوفزیک اکتشافی تألیف پوهاند عبدالرشید اقبال استاد دیپارتمنت انجنیری معادن و نفت گاز پوهنځی جیولوجی و معادن  پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل به عنوان یک منبع آموزشی ارزشمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۵
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۷
Background image

هیئتی به رهبری معین امور محصلان وزارت تحصیلات عالی از روند تدریس در پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل بازدید و نظارت کرد

هیئتی به ریاست مولوی عبدالله سیحان معین امور محصلان وزارت تحصیلات عالی از روند تدریس و فعالیت ‌های آموزشی در پوهنتون پولی ‌تخنیک کابل بازدید و نظارت به‌ عمل آورد.

این هیئت در جریان. . .

BACK TO NEWS

User account menu