د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.
دا اثر د ځمکپوهنې په برخه کې په ځانګړي ډول د جیوفزیک اکتشافي او د کانونو او نفت او ګازو د اکتشافي مطالعاتو په ډګر کې یو ارزښتناک او معیاري علمي منبع ګڼل کېږي. دا کتاب په ۸ فصلونو او ۲۷۳ مخونو کې ترتیب شوی او هدف یې د محصلینو د علمي سویې لوړول، د تدریس کیفیت ښه کول او د یادې څانګې د معاصرو علمي اړتیاوو پوره کول دي.
یاد کتاب د لوړ علمي او فني کیفیت له مخې ترتیب او تدوین شوی او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت ( نشرات ) په مطبعه کې د ۱۰۰ جلده په تعداد چاپ شوی دی.
یاد کتاب د پوهنتون په عمومي کتابخانه کې ځای پر ځای او د محصلینو او نورو علاقه مندانو د استفادې لپاره چمتو شوی دی.
