د کابل پولي تخنیک پوهنتون نویو ګمارل شویو استادانو ته د تدریسي میتودونو په اړه ورکشاپ پیل شو

kpu_admin
Wed, Jul 10 2024 11:48 AM
image

ورکشاپ د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
یاد ورکشاپ چې د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له خوا د نویو ګمارل شویو استادانو د تدریسي میتودونو سره د اشنا کولو په موخه پیل شو، په کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي، معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي استادانو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ، وویل چې په دې ورکشاپ کې پهپوره لیوالتیا برخه واخلي او د استادانو د مسلکي پراختیا له آمریت څخه یې د یاد ورکشاپ د ترسره کولو له امله مننه وکړه.
ښاغلي صالحي زده کړه د هر انسان لپاره ضروري وبلله او له نويو ګمارل شويو استادانو یې وغوښتل چې د دغه روزنیز ورکشاپ درسونو ته جدي پاملرنه وکړي او محصلینو په برخه کې ورڅخه د ښه تدریس ګټه پورته کړي، نوموړي په دې برخه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه له خوا د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهندوی محمد یونس وفا د ورکشاپ د موضوع محتوا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ په دوو دورو کې تنظیم شوی، چې د ۶۰ تنه نویو ګمارل شوی استادانو پکې ګډون لري او د ورکشاپ درسی چاري به يې د یاد پوهنتون د ترانسپورټي ودانيو انجنیري پوهنځي رئيس ښاغلي پوهاند محمد نذير نجابي له خوا پر مخ وړل کیږي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS