د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین څلور ورځنۍ غونډې تنظیمونکو او استادانو لپاره د ستاینې غونډه ترسره شوه
په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق د پوهنتون پنځه کلن ستراتیژیک پلان تدوین نه یوازې د پوهنتون بلکې د لوړو زده وزارت او اړوند ادارو د ودې، پراختیا او د علمي فعالیتونو د معیاري کولو په برخه کې یو مهم، اساسي او ارزښتناک ګام یاد کړ.
نوموړي زیاته، هر هغه اقدام چې په کې د خیر، ګټې او ټولنې او بشریت ته د خدمت روحیه نغښتې وي، د الله تعالی په نزد د ستر اجر او ثواب وړ ګڼل کېږي.
ښاغلي فاروق د پلان اهمیت ته په کتو وویل: دا به د هېواد د نورو علمي، انجنیري او تخنیکي ادارو او نهادونو لپاره د یو مهم او لارښود سند په توګه د استفادې وړ وګرځي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس عمومي همدارنګه د هغو استادانو، متخصصینو او نورو منسوبینو له هڅو، همکاریو او شپه او ورځ زحمتونو څخه مننه او قدرداني وکړ چې د دغه پلان په تدوین کې یې فعاله ونډه اخیستې وه او د هغوی رول یې د دې ارزښتناک او اغېزمن پروګرام په بریالیتوب کې مهم وباله.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په اوسني عصر کې د پرمختللو هېوادونو ډېری پرمختګونه او انکشافات د انجنیري، تخنیکي او تخصصي علومو پورې تړلي دي او علمي پلان جوړونې، د اکاډمیکو ظرفیتونو اغېزمنې استفادې او د ستراتیژیکو پلانونو تدوین ته پاملرنه کولای شي د تحصیلي نهادونو د ودې او ځان بسیاینې زمینه برابره کړي. او ترڅنګ یې د تحصیلي نصاب پیاوړتیا، د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونه، محصلینو ته د غوره تحصیلي اسانتیاوو برابرول او د اکاډمیکو فعالیتونو پراختیا د کابل پولي تخنیک پوهنتون له اساسي اهدافو او مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د یاد پلان عملي برخي لپاره به په ګډه اقدام کوي.
د غونډې په پای کې له هغو مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو څخه چې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په بهیر کې یې فعاله او اغېزمنه ونډه اخیستې وه، د ستاینلیکونو او تقدیرنامو په ورکولو سره ستاینه او قدرداني وشوه.
