د کابل پولي‌ تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین څلور ورځنۍ غونډې تنظیمونکو او استادانو لپاره د ستاینې غونډه ترسره شوه

kpu_admin
Sat, May 16 2026 9:04 AM
د کابل پولي‌ تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین څلور ورځنۍ غونډې تنظیمونکو او استادانو لپاره د ستاینې غونډه ترسره شوه

په یاده غونډه کې د کابل پولي‌ تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق د پوهنتون پنځه کلن ستراتیژیک پلان تدوین نه یوازې د پوهنتون بلکې د لوړو زده وزارت او اړوند ادارو د ودې، پراختیا او د علمي فعالیتونو د معیاري کولو په برخه کې یو مهم، اساسي او ارزښتناک ګام یاد کړ.

نوموړي زیاته، هر هغه اقدام چې په کې د خیر، ګټې او ټولنې او بشریت ته د خدمت روحیه نغښتې وي، د الله تعالی په نزد د ستر اجر او ثواب وړ ګڼل کېږي.

ښاغلي فاروق د پلان اهمیت ته په کتو وویل: دا به د هېواد د نورو علمي، انجنیري او تخنیکي ادارو او  نهادونو لپاره د یو مهم او لارښود سند په توګه د استفادې وړ وګرځي.

د کابل پولي‌ تخنیک پوهنتون رئیس عمومي همدارنګه د هغو استادانو، متخصصینو او نورو منسوبینو له هڅو، همکاریو او شپه او ورځ زحمتونو څخه مننه او قدرداني وکړ چې د دغه پلان په تدوین کې یې فعاله ونډه اخیستې وه او د هغوی رول یې د دې ارزښتناک او اغېزمن پروګرام په بریالیتوب کې مهم وباله.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په اوسني عصر کې د پرمختللو هېوادونو ډېری پرمختګونه او انکشافات د انجنیري، تخنیکي او تخصصي علومو پورې تړلي دي او علمي پلان جوړونې، د اکاډمیکو ظرفیتونو اغېزمنې استفادې او د ستراتیژیکو پلانونو تدوین ته پاملرنه کولای شي د تحصیلي نهادونو د ودې او ځان بسیاینې زمینه برابره کړي. او ترڅنګ یې د تحصیلي نصاب پیاوړتیا، د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونه، محصلینو ته د غوره تحصیلي اسانتیاوو برابرول او د اکاډمیکو فعالیتونو پراختیا د کابل پولي‌ تخنیک پوهنتون له اساسي اهدافو او مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د یاد پلان عملي برخي لپاره به په ګډه اقدام کوي.

د غونډې په پای کې له هغو مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو څخه چې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په بهیر کې یې فعاله او اغېزمنه ونډه اخیستې وه، د ستاینلیکونو او تقدیرنامو په ورکولو سره ستاینه او قدرداني وشوه.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu