د ‎کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د ‎فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ ‎مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۴:۱۲

۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش

یاد مراسم د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.

د مراسمو په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزش آمر احمد فايق ضيايي د یادو سیالیو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي ضیایي زیاته کړه چې، د دغه پوهنتون د فوټسال سياليو په دولسم پړاو کې له اتو پوهنځيو څخه لسو لوبډلو برخه اخيستې او ټاکل شوې چې دغه سيالۍ شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئيس پوهنوال دیپلوم انجينر عبدالرشيد اقبال د دغو سياليو له تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال دوه نورې لوبډلې د فوټسال په جدول کې شاملې شوې دي، چې دا له ورزش سره د ځوانانو لېوالتيا ښيي.

هغه همداراز ورزشکاران د ورزشي اخلاقو مراعات کولو ته وهڅول او ویې ویل، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون به د ورزش د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې له هغه څه ډډه ونکړي، چې د دوی په وس او توان کې وي.

همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ویس الدین بریالي هم د ځوانانو په شخصي او ټولنیز ژوند کې د سپورت په ګټو او پر بدن او ذهن یې د اغیزو په اړه خبرې وکړې.

په یادو مراسو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د همغږۍ آمر قاضي کلیم الله محمدي د سپورت په اړه د اسلام د سپیڅلي دین او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له نظره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي دغه راز وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت د ورزشکارانو د وړانديزونو پر بنسټ د ورزشي وسايلو ٢١ ډوله توکي چمتو کړي، چې ډېر ژر به د هېواد د پوهنتونونو د ورزش آمریتونو ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال په دې سياليو کې اته لوبډلو ګډون کړى و، چې په يوولسم پړاو کې لومړى مقام د جيولوژي او کانونو پوهنځي لوبډلې ګټلى و.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

فراهم‌ سازی فرصت‌ های نوین آموزشی برای جامعهٔ علمی پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل

پوهنتون پولی تخنیک کابل، در راستای ارتقای ظرفیت علمی، مسلکی و توسعهٔ مهارت های تخصصی محصلان، استادان و کارمندان خویش، با شماری از مراکز آموزشی تفاهم نامه‌ های همکاری به امضا رسانیده است. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

سیمینار یک روزه آگاهی دهی در مورد مراقبت و استفادهٔ مناسب از تجهیزات تکنالوژی معلوماتی در پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل برگزار گردید

این سیمینار که به منظور مراقبت و استفاده مناسب از تجهیزات تکنالوژی معلوماتی برگزار گردید در آن منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابل اشتراک نموده بودند.

در آغاز سیمینار محترم انجنیر رحمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۱
Background image

کتاب درسی تحت عنوان " اپتیک و نسبیت " به چاپ رسید

کتاب درسی تحت عنوان اپتیک و نسبیت تألیف پوهاند احد خان پیاوړی استاد دیپارتمنت فزیک پوهنځی الکترومیخانیک   پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل به عنوان یک منبع آموزشی ارزشمند در حوزه علوم جیودیزی. . .

BACK TO NEWS

User account menu