د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش
![د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش](/sites/default/files/2023-05/405c0ff3-6bba-4894-a68b-83a66f9801e1.jpg)
۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش
یاد مراسم د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.
د مراسمو په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزش آمر احمد فايق ضيايي د یادو سیالیو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي ضیایي زیاته کړه چې، د دغه پوهنتون د فوټسال سياليو په دولسم پړاو کې له اتو پوهنځيو څخه لسو لوبډلو برخه اخيستې او ټاکل شوې چې دغه سيالۍ شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئيس پوهنوال دیپلوم انجينر عبدالرشيد اقبال د دغو سياليو له تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال دوه نورې لوبډلې د فوټسال په جدول کې شاملې شوې دي، چې دا له ورزش سره د ځوانانو لېوالتيا ښيي.
هغه همداراز ورزشکاران د ورزشي اخلاقو مراعات کولو ته وهڅول او ویې ویل، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون به د ورزش د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې له هغه څه ډډه ونکړي، چې د دوی په وس او توان کې وي.
همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ویس الدین بریالي هم د ځوانانو په شخصي او ټولنیز ژوند کې د سپورت په ګټو او پر بدن او ذهن یې د اغیزو په اړه خبرې وکړې.
په یادو مراسو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د همغږۍ آمر قاضي کلیم الله محمدي د سپورت په اړه د اسلام د سپیڅلي دین او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له نظره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي دغه راز وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت د ورزشکارانو د وړانديزونو پر بنسټ د ورزشي وسايلو ٢١ ډوله توکي چمتو کړي، چې ډېر ژر به د هېواد د پوهنتونونو د ورزش آمریتونو ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال په دې سياليو کې اته لوبډلو ګډون کړى و، چې په يوولسم پړاو کې لومړى مقام د جيولوژي او کانونو پوهنځي لوبډلې ګټلى و.
![د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش](/sites/default/files/inline-images/233ec5cb-0186-4be2-b0c6-f65d4c51ad69.jpg)
![۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش یاد مراسم د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول. د مراسمو په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزش آمر احمد فايق ضيايي د یادو سیالیو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. ښاغلي ضیایي زیاته کړه چې، د دغه پوهنتون د فوټسال سياليو په دولسم پړاو کې له اتو پوهنځيو څخه لسو لوبډلو برخه اخيستې او ټاکل شوې چې دغه سيالۍ شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړي. ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئيس پوهنوال دیپلوم انجينر عبدالرشيد اقبال د دغو سياليو له تنظيموونکو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال دوه نورې لوبډلې د فوټسال په جدول کې شاملې شوې دي، چې دا له ورزش سره د ځوانانو لېوالتيا ښيي. هغه همداراز ورزشکاران د ورزشي اخلاقو مراعات کولو ته وهڅول او ویې ویل، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون به د ورزش د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې له هغه څه ډډه ونکړي، چې د دوی په وس او توان کې وي. همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ویس الدین بریالي هم د ځوانانو په شخصي او ټولنیز ژوند کې د سپورت په ګټو او پر بدن او ذهن یې د اغیزو په اړه خبرې وکړې. په یادو مراسو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د همغږۍ آمر قاضي کلیم الله محمدي د سپورت په اړه د اسلام د سپیڅلي دین او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له نظره هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي دغه راز وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت د ورزشکارانو د وړانديزونو پر بنسټ د ورزشي وسايلو ٢١ ډوله توکي چمتو کړي، چې ډېر ژر به د هېواد د پوهنتونونو د ورزش آمریتونو ته وسپارل شي. د يادونې وړ ده، چې تېر کال په دې سياليو کې اته لوبډلو ګډون کړى و، چې په يوولسم پړاو کې لومړى مقام د جيولوژي او کانونو پوهنځي لوبډلې ګټلى و.](/sites/default/files/inline-images/8ca9732d-57b0-4809-9984-ed27ee6cd5f8.jpg)
![د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش](/sites/default/files/inline-images/405c0ff3-6bba-4894-a68b-83a66f9801e1.jpg)
![ د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورزشي ټیمونو د فوټسال_سیالیو دولسم پړاو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو. ۱۸ /۱۰/۱۴۴۴ هـ ق ۱۹/۲/۱۴۰۲ هـ ش](/sites/default/files/inline-images/e67183b0-da70-4f9f-bf5f-295a711f49b4%20%281%29.jpg)