د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې د استراتیژیک پلان د تطبیق په موخه د څارنې غونده تر سره شوه.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونده کې د تضمین کیفیت کمیتي پلاوي هر یو ښاغلي پوهاند محمد نذیر نجابي، شاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر میر آقا میهن، ښاغلي پوهنیار سید وارث صدیقي، اداري او مالي معاون ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي او آمرینو ګدون درلود.
د تضمین کیفیت کمیتې پلاوي د استراتیژیک پلان د تطبیق په موخه د ټولو آمرینو راپورونه واوریدل او ورسره څنګ کې یې
د وړاندیز شوي پلان د لا ښه پلې کولو په موخه لازمې لارښوونې و کړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.