د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجي په لوېدیځه څنده کې تفریحې پارک جوړ شو.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۳ - ۲۲:۲۵
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجي په لوېدیځه څنده کې تفریحې پارک جوړ شو.

یاد پارک د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب په خاصه پاملرنه او د ساتنې او مراقبت آمریت په هلو ځلو د دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجی بلاک ته نیژدې جوړ شو،

ایجاد پارک سبز در ساحه غرب تعمیرIT پوهنتون پولی تخنیک کابل

چې مخکې تر دې یاده ساحه د یو ځنګل په شکل د غیر میوه لرونکو وچو ونو په وسیله پوښل شوې وه.

پاته دي نه وي چې یادې ونې د پوهنتون د حفظ او مراقبت آمریت له خوا په ډیرو کمو امکاناتو له منځه یوړل شوې او ریبل شوي ونې، اضافي بوټې د پوهنتون لویدیځې برخې ته یوړل شول او یاده ساحه ورڅخه پاکه شوه.

ایجاد پارک سبز در ساحه غرب تعمیرIT پوهنتون پولی تخنیک کابل

د یادونې وړ ده، چې د پوهنتون د ساتنې او مراقبت آمریت کاري ټیم په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو سره یاده سمیه په یو تفریحې پارک بدله کره. د یاد پارک د لا ښکلا لپاره یې په یاده ساحه کې ګلان، ونې او چمنونه وکرل او د پارک ښکلا یې نوره هم زیاته کړه.

ایجاد پارک سبز در ساحه غرب تعمیرIT پوهنتون پولی تخنیک کابلایجاد پارک سبز در ساحه غرب تعمیرIT پوهنتون پولی تخنیک کابلایجاد پارک سبز در ساحه غرب تعمیرIT پوهنتون پولی تخنیک کابل

 

User account menu