د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابعو د رئیس کتنه.
ښاغلي محمد ادریس ابوبکر د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابعو رئیس او ورسره پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د ښاغلي انجینر زیارمل خطاب دلوړو زده کړو وزارت ځانګری استازی او ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجینر عبدالرشید اقبال د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس سره يې وکتل.
همدا راز ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجینرعبدالرشید اقبال د پوهنتون د کاري اجرااتو په اړه دوي ته معلومات ورکړل.
ښاغلي محمد ادریس ابوبکر او ښاغلي انجینر زیارمل خطاب او ورسره پلاوي د یاد پوهنتون د بشري منابع له آمریت څخه لیدنه وکړه او د پوهنتون د منسوبینو د حاضرۍ ارزونې تر څنګ يې اړوند مسولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.