محترم پوهنیار دیپلوم انجنیر احمد وحید سکندری د اوبو او چاپیریال سرچینو انجنیری پوهنځی رییس په توګه معرفی شو:
پدی مراسم کی، د کابل پولیتخینک پوهنتون عمومی رییس ښاغلۑ پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال،علمی معاون ښاغلۑ پوهنوال دیپلوم انجنیرمحمد نسیم نسیمی، د زده کونکو چارو معاونه پوهنوال دیپلوم انجنیرقاهره رسولی، د مالۑ او ادارۑ معاون ښاغلۑ خواجه محمد انور نورۑ د پوهنځیو ریسان، استادان او یو شمیرکارمندان وو.
مراسم د الله سبحانه و تعالی د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، په لومړی برخه د مراسم کی د کابل پولیتخنیک پوهنتون عمومي رییس ښاغلۑ پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د ټولو حاضرو څخه هرکلی وکړ.او د اوبوسرچینو او چاپیریال د انجنیری پوهنځی نوی رییس درناوی وکړل، او وویل پوهنیار دیپلوم انجنیر احمد وحید سکندری، په علمی او اکاډمیکوچارو کي وړ، صادق،مهربان او تکړه استاد دي، د پوهنځی د رییس په توګه یی د دوی ټاکل کیدو له امله هغوی ته مبارکي وویله او دوی ته یی د بریا هیله وکړه.
ورپسی د اوبو سرچینو او چاپیریال د انجنیرﻱ پوهنځی رییس پوهنیار دیپلوم انجنیراحمد وحید سکندری د مشرتابه له باورڅخه مننه وکړه او د ده بریا د دوی د کاري تیم مرستي او همکاری پوری تړلی وګنله او ژمنه یی وکړه چی په علمی او اکادمیک برخو کي به خدمت وکړي.
بیا ښاغلی پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد نسیم نسیمی د کابل پولیتخنیک پوهنتون علمی معاون، پوهنیار احمد وحید سکندری ته ده هغه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او د هغه د بریا هیله یی وکړه.