کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون رهبرۍ او د محصلینو د استازو تر منځ ستونزو ته د رسېدو او د علمي بهیر د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره کړه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۰
کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون رهبرۍ او د محصلینو د استازو تر منځ ستونزو ته د رسېدو او د علمي بهیر د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره کړه

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د رهبرۍ او د محصلینو د استازو تر منځ ناسته د پوهنتون د رهبرۍ د پلاوي، د پوهنځیو د رئیسانو او د محصلینو د استازو په ګډون، د ښوونیزو ننګونو د څېړنې، د ستونزو د حل او د علمي بهیر د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق وویل چې په ټولګیو کې د علمي استازو ټاکل، د پوهنتون د رهبرۍ او محصلینو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د ښوونیزو او تحصیلي ستونزو پېژندنه او ورته رسېدنه او د علمي بهیر د لا ښه والي لپاره د زمینې برابرول دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنتون اداري او تدریسي برخې هڅه کوي څو د محصلینو لپاره د لا ښه او معیاري زده‌کړې زمینه برابره کړي. او له یې محصلینو وغوښتل چې د زده‌کړو موخه یوازې د فراغت سند ترلاسه کول ونه ګڼي؛ بلکې د مسؤولیت احساس، د خدمت هڅې، نوښت او ابتکار له لارې د هېواد د پرمختګ او د انجنیري برخې د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې فعال رول ولوبوي.

محترم فاروق  له  استازو وغوښتل چې د زده‌کړو نظم او علمي فعالیتونو په برخه کې د نورو ټولګیوالو لپاره بېلګه واوسي او د محصلینو ستونزې د تدریس، تحصیلي نصاب، حاضرۍ او د زده‌کړو د کیفیت په برخو کې د پوهنتون له رهبرۍ سره شریکې کړي.

د پوهنتون عمومي رئیس همدارنګه د علمي امکاناتو له مؤثرې ګټې اخیستنې، په څېړنه او نوښت کې د هڅو، د نظم رعایت، له استادانو او مسؤولینو سره د درناوي او اسلامي چارو ته د پاملرنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ټولنې، هېواد او اسلامي امت د خدمت په نیت زده‌کړه کول په دنیا او آخرت کې د خیر او بریا سبب ګرځي.

ورپسېذد کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال انجنیر مفتاح‌الدین عزام د لیسانس دورې پر اهمیت ټینګار وکړ او له محصلینو یې وغوښتل چې له خپلې تحصیلي دورې څخه اعظمي ګټه واخلي او د علم او تخصصي مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره په جدي توګه هڅه وکړي.

 

نوموړي دذمحصلینو له استازو وغوښتل چې د محصلینو ستونزې او اړتیاوې په مؤثره توګه له رهبرۍ سره شریکې کړي تر څو رهبري پر وخت او ښه توګه ورته رسېدنه وکړي

ښاغلي عزام د محصلینو لپاره د بېلابېلو ظرفیت لوړونې پروګرامونو پر جوړولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې له نوښتګرو او مبتکرو محصلینو څخه به ملاتړ، تشویق او تقدیر وشي.

په پای کې، د محصلینو استازو خپلې ستونزې، نظریات او وړاندیزونه د تحصیلي چارو په بېلابېلو برخو کې له پوهنتون رهبرۍ سره شریک کړل. د پوهنتون رهبرۍ د مطرح شویو موضوعاتو له اورېدو او یادښت وروسته د ستونزو د حل او د ښوونیز بهیر د لا ښه والي په موخه یې د همکارۍ او تعقیب ډاډ ورکړ.

۱۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

۷ وږی ۱۴۰۵

د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۹مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د فکري او جسمي اعداد په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فکري او جسمي اعداد، روحي پیاوړتیا، د ورزشي استعدادونو د ودې او د محصلانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د زمینې د برابرولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه‌لیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu